جوزجان کې د فوټسال پیل شوې سیالۍ د اقچې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د جوزجان ولایت د سپورټ او ورزش آمریت مسوولینو په دغه ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالیو د پای خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې څه موده وړاندې د دغه ولایت په دوکوه ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې وې، چې پایلوبه کې اتحاد اندخوی او اقچې کلپ ډلو لار موندلې وه، اقچې لوبډلې د دوو ګولو په وهلو سره مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې په پای کې بریالۍ لوبډلې ته ډالۍ هم ورکړل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته