خبرونهاقتصادټولنه

جوزجان کې د غالۍ اوبدلو او پروسس یو مرکز جوړېږي

کابل د وږي ۲۳، باختر

د جوزجان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د غالۍ اوبدلو او پروسس د یوه مرکز د جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معین مولوي عبدالرحمن راشد ويلي، چې د یاد ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د یونیسیار موسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه ۲۷۲ زره افغانیو په لګښت د غالۍ اوبدلو او پروسس د یوه مرکز جوړولو چارې پیل شوي او په ۶ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد مرکز ۱۵۵ متره احاطوي دېوال، دوه عمومي دروازې، د غالۍ اوبدلو دوه مرکزونه، د غالۍ اوبدلو او پروسس اړین وسایل او نور اړین ملحقات لري.

په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د یاد مرکز په جوړولو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې له دولت څخه د لاسي صنایعو د ودې او ملاتړ په لاره کې د ورته نورو مرکزونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

هېره دې نه وي، چې د یاد مرکز په جوړېدو سره به د سیمې ۵۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته