جوزجان لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مسوول ووژل شو
کابل / د غبرګولي ۲۹ / باختر
د جوزجان لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مسوول له ۸ تنوافرادو سره د پوځيانوپه عملیاتوکې ووژل شو.
په مولوي سنت الله نن سهارکله چې په ډاراچوونکوفعالیتونو بوخت و،هوايي او ځمکنی برید وشو.
د هېواد په شمال کې د شاهین قول اردو یوه جکپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې مولوي سنت الله په جوزجان کې د طالبانو پوځي مسوول و او د دغې ډلې د برېدونو مشري يې هم په غاړه درلود.
هغه تایید کړه چې په دې برید کې د مولوي سنت الله ۸ تنه افراد هم وژل شوي دي.
طالبانو په جوزجان کې د خپل قوماندان وژل کېدل نه دی تایید کړی .
پای-ع