ښوونه او روزنه

جنوبي کوريا دپروان ولايت دبربايان دنجونو ښوونځي ته په نړيوال ستندرد سره ودانۍ جوړوي

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

جنوبي کوريا دپروان ولايت  دبربايان دنجونو ښوونځي ته په نړيوال ستندرد سره ودانۍ جوړوي.

ددغې ودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو او ټاکل شوې ده په  پنځلسومياشتو پوري بشپړشي .

دچاريکارو ښاردبربايان دښوونځي نوى ودانۍ به په دوو پوړونو کې په نړيوال ستندردسره جوړه شي .

دپروان ولايت دپوهنې ر ييس زلمي شهيد باختراژانس ته وويل  جنوبي کوريا ددغې ودانۍ دجوړولو لپاره شپږسوه پنځوس زره ډالره ځانګړي کړي دي.

په  دې ودانۍ کې  دوه ويشت درسي خونې ، دکنفرانسونو ستر تالار، دلابراتوار خونې ، کتابتون ، ورزشي ډګر اونوري اړتياوي په پام کې نيول شوي دي.

درارسيدلوخبرونوله مخې اوس ددغه ښوونځي يو زرو دوه سوه زده کوونکې دمناسب ځاى دنشتوالې له امله په يو کوچني  او زړه ودانۍ اوتر خيمو لاندې زده کړه کوي ..

دپروان دپوهنې رييس  وايي چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره به ددرسي خونو دکمښت له پلوه د زده کوونکو ستونزي لري شي .

ددغې ودانۍ  دجوړولوکار پيل په مراسمو کې دپروان ولايت  مرستيال شاه ولي  شاهد دددغه ولايت لپاره دکوريا دمرستو له امله مننه وکړه او غوښتنه يې  وکړه چې دغه مرستي ددغه ولايت دپوهنې دمعياري کولو په لاره کې دوام وکړي  .

 په پروان کې دکوريا دنړيوالو همکاريو دسازمان مسوول تووان اوسونګ ژمنه وکړه چې ددوى مرستي به دپوهنې دپياوړتيا اوپه پروان کې ددغه سکتور دودي لپاره زياتي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته