کابل /دلندې لومړى / باختر :
په کابل کې دجنوبي کوريا سفير هرات ته په خپل سفر کې ددغه ولايت له والي عبدالقيوم رحيمي سره وکتل او دهرات دبيا جوړولو اوپرمختګ په چارو کې دزياتې ونډې اخستنې په خاطر دخپل هېواد دليوالتيا يادونه وکړه .
ريګ زايان دهرات دګرځندوى ، صنعتي اواقتصادي جاذبې دهيلې سبب وبللې .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دهرات والي په دې کتنه کې دپوهنې ، له بې ځايه شويو کسانو سره د ملاتړ او دټولنيزو چارو په برخو کې جنوبي کوريا له همکاريو څخه په قدرداني سره ددغه ولايت دبياجوړولو او پرمختګ په چاروکې دجنوبي کوريا دزياتې ونډې اخستنې غوښتنه وکړه .
له بلې خوا دهرات والي اودجنوبي کوريا سفير نن سهار دګازرګاه دتاريخي ټولګې ، دهرات دپيرخواجه عبدالله انصاري دارامګاه ، دنمکدان ودانۍ ، هفت قلم ډبرې او دامير دوست محمد خان دارامګاه ) په کتنه کې ددغو تاريخي څلو اوابداتو دساتنې په خاطر دبين المللي موسسو دهمکارى اړتيا جدي وبلله .
ختم_ ف _اکرم
0 1 دقیقه لوستل