نړۍ

جنوبي کوريا خپل باستيکي توغنديو ته پراختيا ورکوي .

جنوبي کوريا دامريکا له متحده ايالاتو سره يوې موافقي ته رسيدلى دى چې دشمالي کوريا د بريدونو په مقابل کې  دښه ساتونکي په توګه بالستيکي  توغنديو ته پراختيا ورکړي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې، جنوبي کوريا جمهور رييس لي ميونګ يک ددغه هيواد له يوې ورځپاڼې اونورو رسنيوسره په مرکه کې  وويل، دغه دوه متحدين يعني امريکا اوجنوبي کوريا د ٢٠٠١ کال  دتړون له مخې چې ددغو توغنديوواټن تردرې سوه کيلومتروپورې زياتوى ،موافقې ته نږدى دي دغه توغندي کولاي شي  ددغه ټاپو لومړي کرښه چې په  ٢٠١٠  کال کې دجنوبي کوريا دڅلورو تنو اتباعو دوژنې سبب شو هدف وګرځوي .

  جنوبي کوريا په دى باور دى چې شمالي کوريا ددغو توغنديو زر ډوله په واک کې لري چې زياتره يې کولاي شي دجنوبي کوريا پايتخت او ددغه هيواد نوري سيمې هدف وګرځوي  چې منځني واټن ويشتونکي توغندي چې څه دپاسه درې زره کيلومتره هدف واټن وهلي شي  اوکولاي شي   په جاپان اوګوام په ټاپوکې دامريکا په اډو بريد وکړي امريکا په دغه هيواد کې اته ويشت زره پنځه سوه تنه ځواکونه لر ي او دجګړې دپيليدو په صورت کې داتومي ليکلي ژمنه يې کړې ده .

 دغي موضوع ته په پاملرنې سره جنوبي کوريا دتوغنديو دباالقوه ځواکمنتيا محددولو سره موافقه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته