تبصره
تازه د ځینو هېوادونو لکه اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې د عدالت په نړیواله محکمه کې د جنسیتي تبعیض له کبله د افغانستان اسلامي امارت څخه شکایت کوي.
یادو هېوادونو په داسې مهال دغه اعلان کړی، چې په افغانستان کې د ناټو د شل کلن اشغال پر مهال یې خپلې نارواوې او پر افغانانو باندې کړي ظلمونه او ناتارونه هېر دي.
که ریښتیا هم نړیوال د بشر حقونو ته ژمن وي، نو لومړی باید د عدالت په محکمو کې د بې ګناه افغانانو د وینې پوښتنه وشي، لومړی باید دا وڅېړل شي، چې ناټو ځواکونو څنګه په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه او شهیدانول او د دې پوښتنه باید هم وشي، چې څنګه بې ګناه خلکو د خپل عمر شرینې لمحې د زندان د تورو تمبو شاته تېرولې.
حق د افغانانو دی، چې باید په نړیوالو محکمو کې عارض شي، خو اسلامي امارت بیا هم پر نړیوالو د تعامل کولو غږ کوي او دا چې د افغانانو دین اسلام دی او د همدې اسلام لپاره یې کلونه کلونه مبارزه کړې، نو د اسلامي قانون په چوکاټ کې خپلو خلکو ته ژوند غواړي او له نړیوالو سره اړیکې او اسلام داسې یو جامع دین دی، چې تبعیض او توپیر ته په کې ځای نه شته او ټولو نارینه او ښځینوو ته یو ډول حقوق غواړي.
لکه څنګه چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د اېکس په یو پیغام کې د ځینو هېوادونو دغه ډول کړنې او پرېکړې د افغانستان د اوسني ښه حالت د بدنامولو هڅه بللې، نو باید ووایم، ملګري ملتونه باید د دغو کړنو مخه ونیسي، ځکه دا ډول پرېکړې او کړنې د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکې پیکه کوي.