جنرال محمد ذکريا( امير ابوي ) وفات شو .

کابل باختر د ثور يوولسمه :
دملي دفاع وزارت  دملي اردو يو سابقه لرونکي جنرال دمړينې خبر ورکړى دى .
دملي دفاع وزارت ويندوى  جنرال عظيمي په دې باب وويل :  چې دملي دفاع وزارت  دتشکيلاتو او سفر بري پخوانۍ رييس  بريدجنرال محمد ذکريا(امير ابوي )  وفات شوى  دى .
ارواښاد ديو تکړه ، صادق او هيوادپال جنرال په توګه زيات کلونه هيواد اوخلکو ته  دخدمت په لاره کې  تير کړى دى  .
دملي دفاع وزارت  دارواښاد مړينه ضايعه بولى او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته