ټولنه

جنرال فتح محمد خان وفات شو .

کابل باختر دسلواغي لسمه
  دملي دفاع وزارت دهيواد داردو ديوسابقه لرونکي جنرال دمړينې  خبر ورکړ .
دباختر اژانس دخبر له مخې، په هغه ليک کې چې په دې اړوند دملي دفاع وزارت له لارې باختر اژانس ته رسيدلى دى ويل شوي دي دملي دفاع وزارت په ژورې خواشيني سره خبر ترلاسه کړ چې دهيواد داردو يو سابقه لرونکي جنرال وفات شوى دى .
دملي دفاع وزارت دمشرتابه هيئت او منسوبين ددغه وزارت دلوژستيک  دپخواني مرستيال ډګرجنرال ارکانحرب  فتح محمد مړينه يوه ضايعه بولى او دلوى خداى  ( ج )  له دربار څخه متوفي ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
ډګرجنرال فتح محمد دهيواد د اردويو سابقه  لرونکي او خدمتګار و او دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته