جنرال عظيمي د بريټانوي ځواکونو د وتلو هرکلى وکړ

کابل- باختر دليندۍ ديرشمه:
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي د رويټرز له خبري اژانس سره په مرکه کې، د بريټانيا د يو شمېر ځواکونو د وتلو په باب د بريټانيا د دولت د پريکړې هرکلى وکړ .
باختر اژانس ته د ملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې: ده په دې مرکه کې وويل: ملي اردو د امنيت د تامينولو وړتيا لري او د هلمند ولايت په هغو ساحو کې چې امنيتي مسووليتونه  افغان ځواکونو ته سپارل شوى دى؛ د پخوا په پرتله امنيتي حالت په سلوکې پنځلس ښه شوى دى .
ده زياته کړه: ملي اردو او افغان امنيتي ځواکونه تيارى لري چې د ليږدونې بهير په ٢٠١٣کال کې په بشپړه توګه عملي کړي .
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د بهير په عملي کېدو سره به هيڅ راز امنيتي تشه رامنځته نه شي.
دا د افغانستان دخلکو هيله ده چې دهيواد امنيت يې دخپلو بچيانويعنې د ملي اردو او ملي پوليسو له خوا تامين شي او د امنيتي مسووليتونو ليږدول هغه اړتيا ده چې بايد پخوا ترسره  شوى واى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته