جنرال احمدي: دنشه يي توکو قاچاق وړونکو ته دې ځانګړې جيل جوړشي

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢١ :
د کورنيو چارو وزارت دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې معين په هيوادکې دنشه يي توکو په جرمونو محکومو کسانو ته د يو ځانګړې جيل دجوړولو غوښتنه وکړه.
دباختراژانس دخبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکوسره دمبارزې معين جنرال بازمحمداحمدي چې پرون يې د ولايتونو او دپوليسو د زونونو  د امنيې قوماندانيو له نشه يي توکوسره د مبارزي دمديرانو په درې ورځني سيمينارکې خبرې کولې  څرگنده کړه چې په هيواد کې  له نشه يي توکوسره مبارزه له ستونزو ډکه ده؛ خو بيا هم دنشه يي توکو قاچاق وړونکي نه شي کولاى د قانون له منګولو څخه وتښتي.
جنرال احمدي زياته کړه چې تراوسه پورې درې زره تنه په هيوادکې دنشه يي توکو د جرمونو په تور نيول شوي دي او د نشه يي توکو د لسو تنو مهمو قاچاق وړونکو نومونه مشخض شوى دى او د هغوى د نيولو لپاره هڅې دوام لري.
سره له دې چې دکورنيو چارو د وزارت دغه مقام د دغو لسو تنو نومونه نه په ډاګه کوي؛ خو د نشه يي توکو قاچاق وړونکو اومحکومينو ته دځانګړې جيل د جوړولو غوښتنه  وکړه چې هيڅوک په هغوى لاس رسى ونلري .
جنرال احمدي په داسې حال کې د ځانګړې جيل جوړول طرحه کوي چې پخوا په هيواد کې د نشه يي توکو دقاچاق وړونکو او تورنو کسانو دمجاکمې لپاره يوه ځانګړې محکمه  جوړه شوې ده .
دغه راز له نشه يي توکوسره د مبارزې معين دنشه يي توکو د قاچاق وړ ونکو په وړاندې ترسره شوي کارونه ګټور بولي او وايي چې د تېرو دوو مياشتو په بهيرکې دنشه يي توکو د قاچاق وړونکو دشبکوپرخلاف دوه سوه يو ديرش عمليات ترسره کول، څلور سوه يوپنځوس تنه قاچاق وړونکي له نهه اويا ټنو نشه يي توکوسره ونيول شول اوپه هيواد کې دنشه يي توکو د توليد درې ديرش کارخانې ويجاړې شوې دي  .
ده دغه راز دهيواد په جنوب لويديځ کې دمافيا دعملياتو دترسره کولو يادونه وکړه. دجنرال احمدي دڅرگندونوله مخې: دغه عملياتو په سلو کې اتيا ترسره شوي دي چې په بهيرکې يې د نشه يي توکو اتلس تنه قاچاق وړ ونکي نيول شوي او دهيروئينو دتوليد اوولس کارخانې ويجاړې شوې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته