سیاست

جمهور ریېس غني د سرپل ولایت د میرزا اولنګ درې له مشرانو سره وکتل

کابل باختر  د وري د مياشتې ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمد اشرف غني د سرپل ولایت د میرزا اولنګ درې له مشرانو  سره وکتل او د هغوی غوښتنې او وړاندېزونه یې واوریدل.
د جمهور ريېس د وياتد دفتر باختر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې سید احمد جوادي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې ويې ویل: د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د میرزا اولنګ د خلکو غوښتنه د بشپړ امنیت خوندیتوب دی.
هغه د میرزا اولنګ د بېرته نیولو او له دښمن څخه د غچ اخیستو په پار د جمهور ریېس له پاملرنې قدرداني وکړه.
جوادي د ځمکې د ورکړې، د میرزااولنګ د شهیدانو کورنیو ته د حج او تحصیلي بورسونو د ونډې او د دې سیمې له استوګنو سره د لومړنیو مرستو په برخه کې خپل وړاندېزونه مطرح کړل.
جمهور ریېس غني د میرزااولنګ سیمې د مشرانو د وړاندیزونو له اوریدو وروسته وویل: د میرزا اولنګ پېښه بشري ضد جنایت وو او ما ستاسې غږ د ملګرو ملتونو په غونډه کې پورته کړ، ستاسې درد د بشریت او د افغانستان د ټول ملت درد دی.
جمهور ریېس زیاته کړه، د شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول د سرپل ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اقدامات په پام کې نیول شوي دي.
هغه د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د میرزااولنګ د شهیدانو کورنیو ته دې د ځمکې د ویش تدابیر ونیسي.
هغه دغه راز له پیښو سره د مبارزې ادارې ته لارښوونه وکړه چې دمرستې بېړنۍ بستې او دغه راز دې د سرپناه د جوړولو لپاره د مرستې زمینه برابره شي. جمهور ریېس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د میرزااولنګ د ۴۹ شهیدانو کورنیو ته دې د حج ونډه په پام کې ونیول شي.
جمهور ریېس محمداشرف غني د لوړو زده کړو وزارت موظف کړ څو هغه ځوانانو ته چې  د درس او لوړو زده کړو له دوام څخه وروسته پاتې دي، د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته