کابل باختر د وري دمياشتې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني خوست ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن سهار د دغه ولایت له یو شمېر دیني عالمانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه کتنه کې د خوست د عالمانو د شورا ریېس مولوي شاه محمد، مفتي حبیب الرحمان خوستي او مولوي سردار ځدراڼ د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې د جمهور ریېس د سولې له وړاندیز، فساد سره د مبارزې او د حکومت له انکشافي برنامو ملاتړ وکړ.
هغوی له جمهور رئیس څخه د لویو انکشافي پروژو پیلول، ځوانانو ته کارموندنه او فساد سره د جدي مبارزې د غوښتنې تر څنګ وویل، دیني عالمانو په تېرو ټاکنو کې خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅول او په دغه پروسه کې يې خپل مثبت نقش ولوبولو او په راتلونکو ټاکنو کې یې هم د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ.
همدارنګه هغوی وویل، باید د هغو کړیو مخه ونیول شي چې د سولې مخالفت کوي او په جنګ کې یې ګټې نغښتي دي او وړاندیز یې وکړ چې د سولې په بهیر او د سولې په عالي شورا کې دې دیني عالمانو ته لا زیات نقش ورکول شي.
جمهور رئیس غني د حکومت له برنامو او د سولې له بهیر څخه د هغوی له ملاتړ څخه مننه وکړه، ويې ویل، له تاسې غواړم چې د سولې په برخه کې راسره همکار اوسی او تاسو د سولې د راتلو زمینه مساعده کړئ.
جمهور ریېس زیاته کړه، تاسو چې کومه لار غوره کړې ده، دا سمه لار ده او زموږ هدف هم د عدالت تامینول دي، ټولې فیصلې به د اساسي قانون مطابق د اسلامي اصولو سره سمې کېږي.
جمهورریېس څرګنده کړه چې زه سولې ته د رسېدو او د بین الافغاني خبرو اترو د پیلولو لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته هرې قربانۍ ته تیار یم.
محمد اشرف غني په تېرو ټاکنو کې د دیني عالمانو له مثبتو هڅو څخه په مننې وویل، ټاکنې به په خپل وخت او د اساسي قانون سره سمې وشي او ستاسې غږ د اساسي قانون د ساتنې او تطبیق لپاره حیاتي ارزښت لري او زیاته یې کړه: د ټاکنو کمیسیون کې اصلاحات راغلي او د ټاکنو په بهیر کې به مفسیدینو او زورواکو ته د مداخلې اجازه ورنه کول شي.پاى_ سعيده
0 2 دقیقې لوستل