سیاست

جمهور ریېس غني او د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهور ریېس مرستیال د هوايي ځواکونو د ملاتړ اوپه موقع سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیاوو پر تامین خبرې وکړې

کابل باختر دغويي دمياشتې ٨ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمد اشرف غني او د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهور ریېس مرستیال مایک پنس پرون  ماښام  د ټیلیفوني تماس له لارې په پام وړموضوعاتو بحث اوخبرې وکړې.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لورو د افغانستان او سیمې په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د هوايي ځواکونو د ملاتړ او په موقع سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیاوو پر تامین، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا           د متحدو ایالتونو د نوې ستراتېژۍ، امنیت، له  تروریزم سره مبارزې، سولې او ثبات، راتلونکو ټاکنو، د افغانستان او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا بحث وکړ.
جمهور ریېس محمداشرف غني د ولسي جرګې او ولسوالیو  شوراګانو  د ټاکنو د کېدو په اړه وویل، حکومت په دې برخه کې لازم تعهد لري او دا موضوع زموږ د برنامو په لومړیتوبونو کې ده.
جمهور ریېس د تېرو کلونو راهېسې افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې        د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان حکومت  او خلکو کلیدي شریک وباله.
وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهور ریېس مرستیال مایک پنس د وروستیو تروریستي پېښو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو او خلکو په استازیتوب خپله خواخوږي او غمشریکي د افغانستان دولت او خلکو سره  څرګنده کړه.
هغه دغه راز د ښې حکومتولۍ، د اصلاحاتو راوستلو، له فساد سره د مبارزې، د ټاکنو د کولو او د سولې او ثبات د ټینګښت په برخو کې د جمهور ریېس غني او د افغانستان حکومت د مشرتابه هڅې وستایلې.
مایک پنس وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د راتلونکو ټاکنو د کېدو او ټولو برخو کې هراړخیزه مرسته او همکاري وکړي.
هغه ډاډ ورکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو دولت او خلک د افغانستان حکومت او خلکو سره په دې هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات په خاطر اوږه په اوږه ولاړ دی او له افغانستان سره خپلې همکارۍ پیاوړې کوي.                پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته