سیاست

جمهور ريیس غني د افغان کډوالو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

کابل/باختر/ دچنګاښ ٧مه :                                                                              د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار پايتخت  اسلام آباد کې د افغان کډوالو، محصلینو، ښځو او تاجرانو استازو سره په کتنه کې       د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.                                                                   د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته  خبر ورکړ؛ په پيل کې نورالرحمن کوچي، مستوره ستانکزۍ، رویا سعید ، احمدشاه یارزاده او احمد مرید د نورو په استازیتوب جمهورريیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د زده کړو، هیواد ته د ستنېدو، پاسپورټونو، سوداګرۍ، سولې، د محصلینو د تحصیلي ویزو، ترانزیټ، د پانګونو د لېږد او نورو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې له جمهورريیس سره شریکې کړې.
یادو ویناوالو د سولې، انکشاف، زیربنا او نورو برخو کې د جمهوررئیس لاسته راوړنې او هلې ځلې وستایلې، جنګ او ناامني یې د افغانانو عمده ستونزه او هیواد ته د دوی د ستنېدو پر وړاندې لوی خنډ وباله او په ټينګار سره یې وویل ، ټول افغان کډوال په ډېره بې صبرۍ په هیواد کې د تلپاتې سولې تامین ته شیبې شميري.
جمهورريیس غني له ویناوالو څخه له دې امله مننه وکړه چې د افغان کډوالو بېلابېلې ستونزې یې ورسره  په وضاحت شریکې کړې.                                                                                                 هغه څرګنده کړه، افغان کډوال  تل زموږ په یاد دي او ستاسو وړاندیزونو اوغوښتنو ته به رسیدګي وشي.  له خپل سهم څخه به پنځه سوه کسان حاجیان افغان کډوالو ته بیت الله شریف ته د حج فریضې ادا کولو لپاره ورکړم.
محمداشرف غني وویل، زه چې ٢٤ کاله له هیواده لېرې وم ، نو د کډوالو ستونزې ښې درک کوم، هیڅوک تاسو ته نشئ ویلی چې دلته زېږېدلي یاست او افغانستان به مو ونه مني، تاسو افغانان، زموږ وجود او لویه پانګه یاست او د هیواد غېږ تل ستاسو راتګ ته پرانیستې ده.
د هیواد جمهورريیس وویل، اوس فضا بدله شوې، د پاکستان لومړي وزیر راته وویل، چې د لومړي ځل لپاره یې افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو حق ورکړی،  د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو کې د ښه والي راتګ سره به د افغان کډوالو ستونزې نورې هم کمې او حل شي.
جمهورريیس وویل، عمران  خان او نورو پاکستاني مقاماتو ورسره په  کتنو کې منلې چې د افغانانو باروړونکو لاریو او صادراتو ته به د واګه – اتاري لارې هند ته د تللو اجازه ورکړي او همدارنګه به د افغانستان له لارې  پاکستان  د منځنۍ اسیا  هیوادونو  سره ونښلول شي.
محمداشرف غني وویل، موږ تورخم نه دی تړلی، دوی زموږ تاجرانو ته  ستونزې ایجادولې، کراچۍ کې  یې د افغان تاجرانو مالونه ځنډول، مګر موږ نورې بدیلې لارې پرانیستې، اوس به پاکستان په خپله د کراچۍ او نورو لارو ستونزې حل کړي.
جمهورريیس وویل، د پاکستان د مسلسلو غوښتنو او بلنو باوجود دوه کاله رانغلم، مګر  د سولې مشورتي لویې جرګې په غوښتنه او وړاندیز دا دی راغلم، تر څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ نورمال اړیکې او د اعتماد فضا رامنځته شي، ځکه خپلواک، پرمختللی او باثباته افغانستان د پاکستان او د سیمې د  ثبات لپاره هم ګټور دی.
جمهورريیس غني څرګنده کړه،  موږ له  پاکستان سره  دعوه  او جنجال نه غواړو،  موږ له پاکستان سره ملي خپلواکۍ ته په متقابل درناوي او ملي ګټو ولاړې اړیکې او مناسبات  غواړو.                                                                                           هغه په ټینګار سره وویل، افغانان نه چاته په ننواتې ورځي او نه یې هم څوک حقونه        تر پښو لاندې کولای شي.
محمداشرف غني تلپاتې او باعزته سولې ته په اشارې وویل ، موږ سیاسي حل لارې   ته چمتو یوو، خو د دې لپاره نه چې طالبان زورور دي، بلکې په هیواد کې د جنګ ، ناورین او د خپلو خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره.                                                     پاى  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته