کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د ترکيې په لويديځ سوما کې دډبرو سکرو دکان دڅه دپاسه دوه سوه تنو دوژل کيدو او دلسګونو تنو نورو دټپي کيدو په خاطر په ژوره توګه خواشيني شو
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده . ويل شوي دي دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دخپلې ژورې ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب دترکيې حکومت او ورونو خلکو او په تيره بيا ددغې زړه بوږ نوونکي پيښې دقربانيانو پاتې کسانو ته څرګندوي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه شهيدانو ته دفردوس جنت او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ