جمهور رييس په قندهار ښارکې تروريستي بريد په ډيروسختو الفاظو سره وغانده

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢٨ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  حامدکرزي هغه تروريستي بريد په ډيرو سختو الفاظوسره وغانده چې په قندهار ښارکې زموږ دنهوتنوبېګناه هيوادوالوڅه د شهادت اوشپيتوتنونورود ټپي کيدو سبب شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د قندهار د والي د دفتر د لومړنيو معلوماتو له مخې: تيرماښام د قندهارښار دعينو مينې په ښارګوټى کې د تروريستانو له خوا په دوو موټرونوکې دځاى پرځاى شويو بمونو د چاودنې له امله زموږ نهه تنه بيګناه هيوادوال شهيدان او څه ناڅه شپيته تنه نورټپيان شول ، په شهيدانو اوټپيانو کې ماشومان هم شامل دي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي په دې ترڅ کې دغه تروريستي عمل په کلکه وغانده، وويل  چې دافغانستان دسولې و آرامۍ دښمنانو په پوره بيرحمى سره يو ځل بيا داستوګنې په يوې سيمې بريد وکړ او يو زيات شمير کورنۍ يې دخپلو عزيزانو په غم اوماتم کې کښينولى .
جمهور رييس په ژورخپګان سره وويل چې تروريستانو په دغه شان وحشيانه ، اسلامي ضد او غيراسلامي بريدونوسره دا ثابته کړه چې په هيڅ دين او مذهب پابند نه دي.
حامدکرزى دخپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دشهيدانو پاتې کسانو ته څرگندوي او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه هغوى ته دجميل صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته