سیاست

جمهور رييس غني په کابل کې د چين د نوى سفير باورليک ومانه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون په کابل کې د چين د نوى سفير باورليک د تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.

د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.

په دغو مراسموکې چې پرون په ارګ کې پرځاى شول؛ جمهور رييس غني د دواړو هيوادونو د اړيکو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د ګاونډي هيواد په توګه له چين سره د افغانستان اړيکې ځانګړى ارزښت لري.

جمهور رييس وويل : چې د (ښه ګاونډيتوب پاليسي) د سيمې د هيوادونو په ګټه ده او کولاى شي په ګاونډيو هيوادونوکې ثبات ټينګ کړي.

ده څرګنده کړه چې په سيمه کې د تروريزم ګواښ مشترک دى او بايد د هغه د له منځه وړلو لپاره همکارۍ او هلې ځلې هم ګډې وي .

جمهور رييس څرګنده کړه: د افغانستان هيله دا ده چې د افغانستان لپاره د دغه هيواد د ژمنو تحقق ګړندى شي.

په دغو مراسموکې په کابل کې د چين نوي سفير يو جينګ له جمهور رييس څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې د چين هيواد، افغانستان د يو مهم او ستراتيژيک ګاونډى په توګه منلى دى .

په کابل کې د چين نوي سفير وويل چې په افغانستان نا امنۍ او ستونزې يواځې په دغه هيواد پورې مربوطه نه دي؛ بلکې بهرني عوامل لري چې بايد د حل کولو لپاره يې له افغانستان څخه بهر هلې ځلې وشي. ده ژمنه وکړه چې، چين به په جنوبي آسيا کې د خپلو اړيکو او نفوذ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته