کابل باختر د ثور اووه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشري يوې غونډې دهيواد دښوونځيو ددرسي کتابونو دکمښت ستونزه وڅيړله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه او په هغې کې د پوهنې وزير اسد الله حنيف بلخي دخصوصي طباعتي شرکتونو ، مسوولينو اودمرستندويو هيوادو او دنړيوالو هيوادونو استازو برخه لرله .
جمهور رييس غني وويل چې دهيواد دښوونځيو زده کوونکي درسي کتابونو ته بيړنۍ اړتيا لري له دې امله دښوونځيو ددرسي کتابونو دکمښت دستونزې دلرې کولو او دهيواد دښوونځيو داړتيا وړ درسي کتابونو دبرابرولو او چاپولو په برخه کې دتعليمي کال دضايع کيدو مخنيوي په مقصد دې په ډير لنډ ممکن وخت کې بيړنۍ اقدامات وشي .
په دې غونډه کې دامريکا متحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې يونيسف او دنورو مرستندويو هيوادونو استازو دهيواد دښوونځيو داړتيا وړ درسي کتابونو دچاپولو په برخه کې دهمکاري لپاره خپل تيارى څرګند کړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دپوهنې وزارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ددرسي کتابونو دبرابرولو پروګرام جوړ کړي او دتدارکاتو عالي شورا ته دې وړاندې کړي چې دهيواد دښوونځيو داړتيا وړ اووه مليونو توکو کتابونو دچاپولو موضوع بشپړه کړي .
جمهور رييس وويل چې دغه کتابونه به له چاپولو وروسته دتمويلوونکو هيوادونو داستازو تر قوي څارنې لاندې په ټول افغانستان کې دښوونځيو دزده کوونکو په واک کې ورکړى شي .
0 1 دقیقه لوستل