سیاست

جمهور رييس غني دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا له ځانګړى استازي سره وکتل

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  محمداشرف غني نن  دافغانستان او پاکستان لپاره  دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړى استازي دانيل فلدمن سره وکتل .
  دجمهور ي رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې چې نن  په ارګ کې وشوه  دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو ، په افغانستان او سيمه کې دسولې او ټيکاو دټينګښت ،  له تروريزم سره  دګډې مبارزې ،  پاکستان ته دجان کري دوروستۍ سفر او دسيمه ئيزو مسئلو په باب خبرې وکړې .
  لومړى  دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړى استازي  دنوي کابينې داعلام له امله  دافغانستان جمهور رييس او خلکو ته مبارکي وويله.
  په مقابل کې دهيواد جمهور رييس  دنوې کابينې په باب وويل  چې  دنوې کابينې  نوماند وزيران ډير ژر دباور دراي دترلاسه کولو لپاره  ولسي جرګې ته  معرفي کيږي .
  جمهور رييس غني  دتروريزم له ټولو بڼو سره  په ګډې مبارزې باندې په ټينګار سره وويل چې تروريزم  نه يوازې  دافغانستان لپاره يو ستر چلنج دى بلکې دسيمې او نړي  لپاره  هم دى .
ده زياته کړه چې دافغانستان دملي وحدت حکومت  له تروريزم سره  دمبارزې په خاطر  قوي  او غوڅه اراده لري .
  دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړى استازي  دانيل فلدمن  پاکستان ته  دجان کري  وروستۍ سفر  مثبت وباله  اويوځل بيا يې  له افغانستان سره  دخپل هيواد په هميشنې ژمنې باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته