کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د بهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې په ډيرلنډ ممکن وخت کې به دافغانستان جمهوريت جمهور رييس حامدکرزى سريلانکا ته سفر وکړي.
ټاکل شوې وه د هيواد جمهوري رييس پرون سريلانکا ته سفر وکړي . خو دکونړ ولايت په غازي آباد کې د شلو تنو افغان سرتيرو شهادت د دې سبب شو چې جمهور رييس سريلانکا ته خپل رسمي سفر وځنډوي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دبهرنيو چارو وزارت ويندوى په نننۍ خبري غونډه کې دغې موضوع ته اشاره وکړه او ويې ويل چې جمهور رييس به نږدې راتلوونکې کې سريلانکا ته سفر وکړي.
ده ددغه سفر د دقيقې نيټې په باب څه ونه ويل او ټينګار يې وکړ چې دغه سفر کيدونکى دى .
ده دغه راز وويل : دغه سرتيري دهغو ډاراچوونکو له خوا شهيدان شوي دي چې له پولي آخوا څخه کونړ ته را اوښتي وو.
ده څرګنده کړه چې پاکستان بايد له ډار اچوونکو سره د مبارزې په لاره کې په صادقانه ډول عمل وکړي.
1 1 دقیقه لوستل