جمهور رييس د کرونا ويروس درېمې څپې پرخلاف د مبارزې لپاره د لا ښې همغږۍ لارښوونه وکړه
کابل/ د غويي ۲۲مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د عامې روغتیا وزارت رهبري سره په ناسته کې د کرونا ویروس له دریمې څپې سره د مبارزې پر تدابیرو خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو وضعیت او له هغه سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه خپل معلومات له جمهوررئیس سره شریک کړل. وروسته د بېلابېلو اړوندو ادارو مسوولینو د کرونا ویروس دریمې څپې سره د مبارزې په ځانګړي ډول د واکسینونو د تطبیق بهیر او روغتونونو ته د اکسیجن رسولو په برخه کې د لازیاتې همغږۍ په اړه خپل لیدلوري بیان کړل.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو او معلوماتو له اورېدو وروسته، پر لازیاتې همغږۍ او د کرونا ویروس دریمې څپې سره د مبارزې په موخه د غوره تدابیرو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.