سیاست

جمهور رييس د سناتورانو د لوړې په مراسموکې: خلک د سولې، ثبات او سوکالۍ غوښتنه کوي

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني نن د سناتورانو د لوړې په مراسموکې وويل: خلک د سولې، ثبات او سوکالۍ غوښتنه کوي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د مشرانو جرګې نويو غړو نن د لوړې مراسم پرځاى کړل.
د مشرانو جرګې نويو غړو نن د افغانستان د جمهور رييس محمد اشرف غني له خوا د لوړې مراسم پرځاى کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د نويو سناتورانو د لوړې د مراسمو له پرځاى کولو وروسته وينا وکړه او سناتورانو ته په خطاب کې يې وويل: نن ستر امانت تاسوته وسپارل شو او هيله لرم چې دغه امانت په ښه ډول ترسره کړئ، ځکه تاسې د دندو په ويش کې هم استازيتوب کوئ او هم تصميم نيسئ.
جمهور رييس دغه راز له سناتورانو څخه وغوښتل چې د خلکو غوښتنې په منظم ډول وڅيړي.
جمهور رييس ټينګار وکړ چې دولت بايد ملت او د خلکو استازوته حساب ورکړي. په همدې حال کې جمهور رييس يو ځل بيا د يوې شفافې او متخصصې کابينې د معرفي کولو خبر ورکړ او ويې ويل: ډير ژر به د ملي وحدت کابينه معرفي شي.
د دغه خبر جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته