کابل باختر دکب څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دجزايي اجرااتودقانون د شپږ ويشتمې مادې دتعديل په خاطريوفرمان صادر کړ.
د چارو د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا دلوى رياست د اطلاعاتو اوعامه اړيکو ادارې باخترآژانس ته خبر ورکړ: د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د جزايي اجرااتو د قانون دشپږ ويشتمې مادې دتعديل په باب يو فرمان صادر کړ .
دفرمان په متن کې ويل شوي دي:
لومړۍ ماده :
د افغانستان د اساسي قانون په ٧٩ ماده کې د ليکل شوي حکم له مخې د جزايي اجرااتو د قانون د شپږ ويشتمې مادې تعديل چې د وزيرانو شورا د١٣٩٢ کال دسلواغې دمياشتې د٤٤ ګڼه مصوبې له مخې تصويب شوى دى؛ توشيح کوم .
دويمه ماده :
دعدليې وزير او په پارلماني چاروکې د دولت وزير موظف دى چې دغه فرمان دملي شورا د لومړۍ غونډې د جوړيدو له نيټې څخه د ديرشو ورځو په دننه کې دغې شورا ته وړاندې کړي.
دريمه ماده :
دغه فرمان ددغه قانون د انفاذ له نيټې څخه نافذدى او له مصوبې او تعديل سره جوخت دې په رسمي جريده کې خپور شي.
دجزايي اجرااتو د قانون دشپږ ويشمې مادې دتعديل متن:
دشهادت له اداکولو څخه امتناع او نه اوريدل يې.
شپږ ويشتمه ماده:
(١)دغه اشخاص کولاى شي د شهادت له اداکولوڅخه امتناع وکړي:
١_ هغه شخص چې د شهادت په اداکولوسره په قانون کې د ليکل شويو اسرارو د نه بر بنډولو په باب د ده قانوني مسووليت نقش شي. لکه حقوقي سلاکار، معالج ډاکتر، اهل خبره، د رواني روغتيا ډاکتر او نور.
٢_ تر دوو درجو پورې او زوج او زوجه که څه هم د دوى ترمنځ د زوجيت اړيکې شليدلې وي؛ د متهم اصول او فروع.
هغه خپلوان چې د جرم د ارتکاب له امله زيانمن شوي وي او يا په خپله دپيښې د رامنځته کيدو شاکي او يا اطلاع ورکوونکي وي؛ له دغه حکم څخه مستثنى دى.
( ٢) دقضايي ضبط، څارنوالۍ او د محکمې مامور مکلف دى ددغې مادې په لومړۍ فقره کې ليکل شوي اشخاص د شهادت له اداکولو څخه د امتناع د حق په لرلوخبرکړي .
( ٣) که چيرې محکمه تشخيص کړي چې د دغې مادې دلومړۍ فقرې په لومړى جز کې د ليکل شويو اشخاصوشهادت دمظنون يامتهم شخص دجرم يابې ګناهى په تثبيتولوکې اهميت لري اويا د محرميت د ساتنې په نسبت ټولنيزه ګټه يې زياته وي؛ کولاى شي ددغو اشخاصو د اسرارو د ساتنې مسووليت مرفوع کړي په دې حالت کې محکمه کولاى شي د شاهد شهادت په مخصوصه خونه او د ضرورت په صورت کې د اړوندو لورو له شتون پرته واوري .
( ٤) ددغو اشخاصو شهادت د اوريدو وړ نه دى.
١_ په هغې قضيه کې چې موکل يې دفاع کوي؛ مدافع وکيل.
٢_ هغه شخص چې د جرم د شريک په توګه وپيژندل شي او شهادت يې له ځانه د اتهام د دفع متضمن وي.
٣_ هغه شخص چې دشهادت د اداکولوحقوقي اهليت ولري.
1 2 دقیقې لوستل