سیاست

جمهور رييس د جزايي اجرااتو د قانون د شپږ ويشتمې مادې د تعديل په خاطر يو فرمان صادر کړ

کابل باختر دکب څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دجزايي اجرااتودقانون دشپږ ويشتمې مادې دتعديل په خاطريوفرمان صادر کړ.
د چارو د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا دلوى رياست د اطلاعاتو اوعامه اړيکو ادارې باخترآژانس ته خبر ورکړ: د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د جزايي اجرااتو د قانون دشپږ ويشتمې مادې دتعديل په باب يو فرمان صادر کړ .
دفرمان په متن کې ويل شوي دي:
لومړۍ ماده :
د افغانستان د اساسي قانون په ٧٩ ماده کې د ليکل شوي حکم له مخې د جزايي اجرااتو د قانون د شپږ ويشتمې مادې تعديل چې د وزيرانو شورا د١٣٩٢ کال دسلواغې دمياشتې د٤٤ ګڼه مصوبې له مخې تصويب شوى دى؛ توشيح کوم .
دويمه ماده :
  دعدليې وزير او په پارلماني چاروکې د دولت وزير موظف دى چې دغه فرمان  دملي شورا د لومړۍ غونډې د جوړيدو له نيټې څخه د ديرشو ورځو په دننه کې دغې شورا ته وړاندې کړي.
دريمه ماده :
دغه فرمان ددغه قانون د انفاذ له نيټې څخه نافذدى او له مصوبې او تعديل سره جوخت دې په رسمي جريده کې خپور شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته