جمهور رييس د امنیتي ځواکونو د واحدې ادارې د سوق مرکز وکوت
کابل/ د چنګاښ ۲مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو په ملتیا په ملي دفاع وزارت کې د امنیتي ځواکونو د واحدې ادارې د سوق مرکز ته ولاړ او له نږدې یې د ټول هیواد امنیتي وضعیت وارزاوه. په پیل کې د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو په ټولو ولایتونو کې د خپلو وروستیو اقداماتو راپور او معلومات له جمهوررئیس سره شریک کړل. د هیواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او امنیتي پرسونل وروستي چټک اقدامات وستایل او د افغانستان او خلکو د دفاع لپاره یې د هغوی د هڅو قدرداني وکړه. همداراز جمهوررئیس د سوق ادارې همغږي وستایله او د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري ته یې دنده وسپارله چې په قاطعیت د افغانستان د لوېشت لوېشت خاورې دفاع وکړي، دښمنانو ته په قاطعیت ځواب ورکړي او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې پر وخت هر اړخیزه رسیدګي وشي.