روغتیا

جمهور رييس دافغانستان دزړه دانستيتوت جوړول منظور کړل .

 

کابل باختر د وري  څليرويشتمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  حامدکرزي ديوه حکم په ترڅ کې دافغانستان دزړه دناروغيو  د تشخيص اودرملنې د انستيتوت جوړول چې دحکومت او قاسمي ګروپ ګډه پانګه اچونه ده ، منظور کړل .

  باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په هغې کتنه کې چې په همدې  مقصد دهيواد د جمهور رييس او دکابل پوهنتون دزړه دناروغيو د تشخيص او درملنې  د څيړنيز مرکز د ډاکترانو ترمنځ نن په ارګ  کې وشوه او دعامې  روغتيا وزيرې ډاکترې  ثريا دليل  هم پکې برخه لرله .

 دافغانستان دزړه دناروغيو دتشخيص او درملنې دانستيتوت په باب خبرې وشوې او ددغه روغتون جوړول د هيواد دجمهور رييس له خوامنظور شول .  له دغې کتنې وروسته نن دافغانستان دزړه انستيتوت دروغتون دجوړولو له امله يوه غونډه په دغه روغتون کې جوړه شوه .

لومړي ډاکترې ثريا دليل په خبرو کې وويل، موږ هيوادوالو ته دافغانستان دزړه  انستيتوت  دروغتون دفعاليت لپاره دلومړنيو ګامونو زيري ورکوو او دزړه دانستيتوت دجوړولو لپاره لومړي ګامونه واخستل شول .

 دعامي روغتيا وزيري وويل دهيواد جمهور رييس دافغانستان دزړه دانستيتوت دجوړولو د حکم له لاسليک کولو وروسته دعامي روغتيا وزارت په ګډون داقتصاد ، مالي او سوداګري وزارتونو ته دنده وسپارله چې  ددغه انستيتوت  په پروتوکول او اساسنامي کار وکړي .

 ډاکترې ثريا دليل زياته کړه، دافغانستان دزړه دانستيتوت جوړول دافغانستان دروغتيا په سکتور کې يوه نوى تجربه ده او دغه انستيتوت به دتشخيص ، درملنې او دپرسونل دروزنې په برخو کې او په راتلونکو ګامونوکې په هيوادکې دزړه دناروغيو دڅيړنې په برخه کې کار وکړي .

  دکابل طبى  پوهنتون دزړه د څيړنيز مرکز مسوول او دزړه دناروغيو متخصص ډاکتر عصمت الله نايب خيل دافغانستان دزړه دانستيتوت په باب وويل،  جمهور رييس په هغو زياتو کتنو کې چې له ماسره يې لرلى په افغانستان کې  دزړه ديو مرکز  جوړولو ته يوه خاصه  علاقمندي څرګنده کړه چې په پاى کې له خصوصي سکتور سره په همکاري کې مو وکولاي شول دغه انستيتوت جوړ کړو .

  ده زياته کړه  هيله لرم چې دافغانستان دزړه مرکز له دريو څخه تر شپږو مياشتو پوري په عملي ډول په کار پيل وکړي .

 او داسې ځاى وي چې دهغه له برکته نور زموږ افغانان دخپلو ناروغانو ددرملنې لپاره بهر ته لالهانده نه شي او موږ  وکولاي شو په هيواد کې دننه دخپلو خلکو اړتياوي پوره کړو .

 دغه راز دهيواد هغو متخصصينو  ته چې په بهر کې دي بلنه ورکوو چې هيواد ته راستانه شي او دهغوى په سلامشوري  سره ددغه روغتون بيل بيل ديپارتمنتونه  له نړيوالو ستندردونو سره سم جوړ کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته