جمهور رييس دافغانستان ، چين او تاجکستان ترمنځ دسرحدي سيمې دنښلولو موافقه ليک توشيح کړ .

کابل باخترد لړم  پنځلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  ډاکتر اشرف غني  پرون ماښام ديو فرمان په ترڅ کې  دافغانستان ، چين اوتاجکستان ترمنځ دسرحدي سيمې دنښلولو په باب  ددغو دريو هيوادونو ترمنځ موافقه ليک توشيح کړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ په هغو مراسمو  کې چې له همدې امله په ارګ کې پرځاى شول  دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  او په کابل کې دچين  دولسي جمهوريت اودتاجکستان  سفيرانو هم پکې ګډون کړي و ، جمهور رييس  دافغانستان داساسي قانون د ٦٤،مادې د ١٦فقرې  دحکم له مخې  دافغانستان ، چين او تاجکستان ترمنځ دسرحدي سيمې نښلولو دټکې په باب  ددغه هيوادونو ترمنځ موافقه   ليک چې دملي شورا  دمشرانو جرګې د ١٣٩٣ کال دچنګاښ دديرشمې نيټې او دتلي د شپږمې نيټې دمصوبو له مخې  په يوه  مقدمه او دريو  مادو کې تصديق  شوي و ، توشيح کړ .
جمهور رييس  غني ددغه فرمان له توشيح وروسته دخبرو په ترڅ کې  وويل نن  موږ ته دوياړ ځاى دى چې دملي وحدت  دحکومت په استازيتوب  لومړنى  فرمان زموږ ددوو محترموګاونډيانو دچين دولسي جمهوريت  او دتاجکستان جمهوريت ترمنځ  دسرحدي سيمې نښلوونکي  په باب توشيح  کوم دسرحدي سيمې نښلوونکي ددغه  موافقه ليک له مخې  ټاکل کيږي او په دې باب ټول چارې  په زيات دقت سره ترسره شوي دي .
اشرف غني  زياته کړه : يوه مسئله  چې چين ته  زما دوروستي  سفر په بهير کې ورباندې خبرې وشوې د واخان دهليز وچې انشا الله  تعالى دغه لاره به افغانستان دچين له ستر هيواد او ددغه هيواد له ستر اقتصادسره  ونښلوي او په عين حال کې له تاجکستان  سره زموږ همکاري  تل او دومداره  دى او غواړم  دتاجکستان له جمهور رييس او له حکومت  څخه يې مننه وکړم چې دبريښنا  په نوي قرارداد کې  افغانستان ته خپل صادرات  زيات کړى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته