جمهور رييس داسلامي هيوادونو مشرانو ته دنيکمرغه لوى اختر له امله مبارکي وويله .
٣-کابل باختر د لړم څلورمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوا دنيکمرغه لوى اختر له امله دقطر دامير والاحضرت شيخ حمد بن خليفه آل ثاني د قطر د وليعهد والاحضرت شيخ تميم بن حمد آل ثاني او دقطر دبهرنيو چارو دوزير او دوزيرانو شورا درييس والاحضرت شيخ حمد بن جاسم بن جبر آل ثاني ، دبحرين دباچا اعليحضرت شيخ حمد بن عيسي آل خليفه او دبحرين دصدراعظم والاحضرت شيخ خليفه بن سلمان آل خليفه ، دکويت دامير والاحضرت امير شيخ صباح الاحمد الجابر ، الصباح او دکويت دوزيرانو شورا درييس والاحضرت شيخ جابر مبارک الحمد ، الصباح ، دمتحده عربي اماراتو ددولت درييس والاحضرت شيخ خليفه بن زاهد آل نهيان او دمتحده عربي اماراتو دوليعهد ددولت درييس دنايب ، دوزيرانو شورا درييس او دمتحده عربي اماراتو ددوبي دحاکم والاحضرت شيخ محمد بن راشد آل مکتوم ، دسعودي عربستان دوليعهد دوزيرانو شورا دمرستيال او ددفاع دوزير اعليحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود ، دعمان دسلطنت دسلطان ، سلطان قابوس بن سعيد آل سعيد داردن دپاچا اعليحضرت دويم ملک عبدالله ، دسوريې دجمهور رييس بشارالاسد ، دلبنان دجمهور رييس ميثل سليمان ، دايران داسلامي جمهوريت دجمهور رييس ډاکتر محمود احمدي نژاد دمصر دعربي جمهوريت دجمهور رييس ډاکتر محمد مرسي ، دالجزاير دخلکو ددموکراتيک جمهوريت عبدالعزيز بوتفليقه ، دتونس دجمهور رييس منصف مزروعي ، دفلسطين دازادي غوښتونکي سازمان درييس محمود عباس ، دسودان دجمهور رييس عمر حسن احمد البشير ، دمراکش دباچا محمد ششم او صدراعظم عبدالله بن کيران ، دليبيا دملي کانګرس درييس محمد المقريف ديمن دجمهور رييس عبدالله منصور هادي او دعراق دجمهور رييس جلال طالباني او صدراعظم نوري المالکي په نامه دمبارکي جلا جلا پيغامونه ليږل شوي دي .