فرهنګ

جمهور رييس خپل سوغاتونه ملي موزيم ته وسپارل

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
اړوندو دولتي بنسټونو ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د سوغاتونو د سپارلو په لړکې نن ټول څوارلس قلمه سوغاتونه ملي موزيم ته وسپارل شول.
دغه سوغاتونه  چې لس تورې، د لرګينو لاستو لرونکي څلور تومانچې، يو توپ، قلمي قرآنکريم، د سرو زرو يو ساعت او يو زر دوزى دستمال پکې دي؛ د جمهوري رياست دبشري منابعو د مدير شجاع محمد امل  له خوا د ملي موزيم رييس عمرا خان مسعودي ته وسپارل شول.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: تراوسه پورې داڅويم ځل دى چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس هغه سوغاتونه چې د دولتونو او د حکومتونو د مشرانو او د خلکو د مخورو له خوا ورته ورکړى شوي دي؛ اړوندو دولتي بنسټونو ته سپارلي دي.
په هغو مراسموکې چې له همدې امله پرځاى شوي و؛ دجمهوري رياست دبشري منابعو د مدير له خوا دغه سوغاتونه د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې اړوند د لرغونو آثارو او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې يواځنى مسوول ارګان په توګه دملي موزيم رييس ته وسپارل.
دملي موزيم رييس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په استازيتوب څرګنده کړه چې په ملي موزيم کې د نورو موجودو آثارو ترڅنګ به دغه آثارهم وساتي.
دغه راز ده ملي موزيم ته ددغو آثارو د سپارلو په خاطر د هيواد د جمهور رييس د اعتماد له امله قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته