جمهور رييس حامدکرزي د جمهوري رياست دويندوى ددفتر يو شمير کارکوونکې دمډالونو په ورکولو سره ووياړل

کابل باختر د تلي دويمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دجمهوري رياست دويندوى ددفتر څو تنه کارکوونکې چې خپلې اړوندي  چاري يې په پوره اخلاص ، امانت داري او برياليتوب سره ترسره کړي دي دغازي مير مسجدي خان او دغازي  مير بچه خان دمډالونو په ورکولو سره ووياړل
  دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړ  په هغو مراسموکې چې له همدي امله نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځاى شول په داسې حال کې چې دجمهوري رياست دعالي مقام ددفتر رييس عبدالکرېم خرم او  دجمهور رييس ويندوى ايمل فيضي برخه لرله د جمهور رييس فرمان دچارو داداري دلوى رياست د مرستيال سيد ولي سلطان   له خوا ولوستل  شو .
  وروسته  دهيواد جمهور رييس دمطبوعاتو درياست مرستيال سيامک هروي  ته په وروستيو کلونو کې  دارزښتناکو  فرهنګي او ادبي خدمتونو په تيره بيا دهيواد دتاريخي پيښو  درومان  دليکنې  په خاطر دغازي مير مسجدي خان مډال ورکړ  او دغه راز جمهور رييس  دمحمد هاشم سنګر نيازي  ، عبدالبصير ايوبي ، جاويد کوټوال او دفواد عظيمي  د غوره مطبوعاتي خدمتونو  په خاطر دوى ته دغازي مير مسجدي خان مډالونه ورکړل .
دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دجلا فرمان له مخې دصادقانه خدمتونو په درناوي  محمد فايق واحدي ، نجيب الله  پوپل ، جاويد ولي او غلام غوث ته د غازي مير بچه خان عالي دولتي مډالونه ورکړل .
ددغو مراسمو په پيل کې حامدکرزي دسيامک هروي  فرهنګي  او ادبي کارنامې وستايلي او وي ويل  سيامک هروي ته دغه مډال  دافغانستان په فرهنګ او ادبياتوکې دده دصادقانه خدمتونو په درناوي او دجمهوري  رياست دويندوى دمرستيال په توګه او دافغانستان دخلکو دفرهنګ اوژوندانه په باب دده د ډيرو ښکلو او ارزښتناکو  کتابونو دليکنې  په درناوي ورکړ شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته