جمهور رييس حامدکرزى بلجيم ته له دوه ورځنى سفر وروسته هيواد ته راستون شو .
کابل باختر د ثور پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي اوملګري هيئت يې دبلجيم پايتخت بروکسل ته له دوه ورځنى سفر وروسته تيره شپه هيواد ته راستانه شول .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دهيواد جمهور رييس بروکسل ته دخپل سفر په دويمه ورځ پرون غرمه دافغانستان ، پاکستان او دامريکا په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ .
په دې غونډه کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ، دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارووزير جان کري او دپاکستان لوى درستيز جنرال اشفاق کياني او ددغودريو هيوادونو يو شمير نورو مقاماتو برخه لرله . دافغانستان او پاکستان ترمنځ داړيکو او دسيمه ئيزو مسئلو په باب مفصلې خبرې وشوې .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري ددرې اړخيزې غونډې په پاى کې په داسې حال کې چې جمهور رييس حامدکرزي او جنرال اشفاق کياني هم برخه لرله دغه خبرې ګټورې اغيزمنې او رغنده وبللې او ويې ويل چې دغه خبرې ګټورې وې او بيلابيلې موضوعګانې وڅيړل شوې او يو لړ پرمختګونه هم وشول .
ده وويل : موږ نه غواړو داسې هيلې رامنځته کړو اويا کومه ژمنې وکړو چې ونه کړاي شو هغې ته عملي اړخ ورکړو ، کله چې خپلوهيوادونو ته ستنيږو ، موږ هر يو مشخصې دندې لرو چې بايد هغه ترسره کړو . او دغه راز موږ ټول په ډاګه موافقه وکړه چې خپلو ملتونوته ثابته کړو چې زموږ ژمنې عملي اړخ لري .
جان کري زياته کړه چې نن موږ هر يو دې موافقې ته رسيدلي يو چې په سياسي مسئلو او دغه راز دافغانستان ، پاکستان او په سيمه کې دسولې دګټو په خاطر په امنيتي موضوعګانو کې مشخصو خبرو ته دوام ورکړو .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې موږ ټولو موافقه وکړه چې په دواړو هيوادونو اوپه سيمه کې د سولې اوثبات دتامينولو په لاره کې په هڅو ژمن يو .
جان کري وويل چې موږ په ښه تګلوري کې روان يو او له دې امله چې جمهور رييس کرزي اوجنرال کياني دغوخبرو ته تشريف راوړ . قدرداني کوم .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د درې اړخيزې غونډې تر څنګ دبريتانيا دملي امنيت له سلاکار سره وکتل .
په دې کتنه کې چې په بروکسل ښار کې دهيواد دجمهور رييس په استوګنځي کې وشوه ، دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو ، دافغانستان دسولې دبهير او دافغانستان ، پاکستان او بريتانيا ددرې اړخيزو خبرو په باب غور وکړ .
په دې کتنه کې دبريتانيا دملي امنيت سلاکار دافغانستان ، پاکستان او بريتانيا ترمنځ ددرې اړخيزو غونډو په دوام باندې ټينګار وکړ .