کابل باختردوږي دمياشتي ٣٠ :
د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي پرون له غرمې مخکې د هغې څلور کلنې عايشې لیدنه وکړه،چې په کونړ ولایت کې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې سخته ټپي شوې وه او اوس مهال په کابل کې د فرانسوي ځواکونو په پوځي روغتون کې بستر ده.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د معالجو ډاکټرانودمعلوماتوله مخې، عایشې یو لاس اودواړه سترګې له لاسه وکړي او لا هم بې هوښه ده.
معالج ډاکټران وايي، عایشه باید د ډېرې درملنې لپاره له هېواده بهر واستول شي.
جمهور رئيس کرزي د عاشې د حالت له لیدلو او د دې د معالجو ډاکټرانو د خبرو له اورېدو وروسته هدایت ورکړ چې نوموړې دې ډير ژر د ډېرې درملنې لپار له هېواده بهر واستول شوی.
جمهوررئيس حامدکرزي همداراز د څو نورو ماشومانو لیدنه وکړه، چې د طالبانو په بېلابېلو تروریستي بریدونو کې ټپي شوي او په همدغه روغتون کې بستر دي.
جمهور رئيس د دغو ماشومانو د لا ښې درملنې لپاره اړوندو چارواکو ته لازم هدایات ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال د وږي په ۱۶ نېټه عایشه د کونړ ولایت د وټه پورې ولسوالی د ګمبير په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په بمباريو کې ټپي شوه. په دې پېښه کې دعایشې د کورنۍ د ټولو غړو په شمول ۱۴ ملکي وګړي ووژل شول.
0 1 دقیقه لوستل