سیاست

جمهور رئیس کرزي د هالنډ د نوی سفير باورليک ومانه

کابل باختر د وږي  څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي د یو لړ تشریفاتي مراسمو په لړ کې په کابل کې د هالنډ د نوي سفير هېنک جان بيکر باور ليک ومانه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
د باور ليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول، د هېواد جمهور رئيس او په افغانستان کې د هالنډ نوي سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاريو په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئيس کرزي د هالنډ نوي سفير ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستوله امله مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې هالند خپلو مرستو او همکاريو ته په ځاګړې توګه د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې دوام ورکړي.
په مقابل کې د هالنډ نوي سفير د خپل هېواد د رهبرۍ د نېکو هيلو د وړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې هېواد يې له افغانستان سره هرډول ممکنه مرستو او همکاريو ته ژمن دی او دغه همکارۍ او مرستې به د افغانستان له نوي حکومت سره هم دوام ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته