جمهور رئیس محمد اشرف غنی له دوو سیاسي او جهادي شخصیتونو سره وکتل
کابل/ د غويي۲۱مه/ باختر
جمهوررئیس محمداشرف غني له سیاسي رهبرانو او د هیواد مطرح شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن له غرمې مخکې له سیاسي او جهادي رهبرانو استاد محمد کریم خلیلي او استاد عطا محمد نور سره په جلا کتنو کې د مهمو ملي مسایلو په ځانګړي ډول سولې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د ملي اجماع د پیاوړتیا او د پایداره او عادلانه سولې په اړه د دوی مشورې واورېدې او له دوی سره یې پر راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.