سیاست

جمهور رئیس غني یتیمانو ماشومانو ته په خطاب کې: اختر ستاسو دی او تاسو ته دې مبارک وي

-کابل باختر د چنګاښ  څلورمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن نن غرمه په برابره شوې مېلمستیا کې له ماشومانوسره وکتل او هغوی ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په سلام خانه ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست فیض الله ذکي او ځینو نورو دولتي مسوولینو هم حضور درلود.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست  له جمهور رئیس څخه یتیمانو ته د ده د پاملرنې له امله مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، له کومې ورځې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولیت ماته راسپارل شوی، د جمهور رئیس همېشنی ټینګار د دارالایتامونو په اصلاح او یتیمانو ته په رسیدګي دی، تر څو هغوی ته د ښې ښوونې او روزنې زمینې برابرې شي. 
په دې مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ تر څنګ وویل، نن د خوښۍ ورځ ده، ځکه تاسو خپل کور جمهوري ریاست ته راغلي یاست، تاسو د افغانستان مهمه برخه یاست او هیله منه یم چې  په راتلونکي کې اباد او سوکاله افغانستان ولرئ.
د هېواد جمهور رئیس یتیمانو ماشومانو ته په خطاب کې وویل، اختر ستاسو دی او تاسو ته دې مبارک وي. نن ویاړم چې ځانګړي مېلمانه لرم، تاسو هر ماشوم پر افغانستان په ځانګړي ډول پر ما حق لرئ او باید ستاسو حق ادا کړم.
جمهور رئیس هغوی ته وویل، ستاسو والدینو د وطن او خلکو لپاره قرباني ورکړې او پر ما حق لري. هغه وویل، کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینووزارت یتیمانو ته ځانګړی پام او د هغوی د وضعیت د ښه والي لپاره کار کوي.
جمهور رئیس یتیم ماشومان ونازول او له هغوی یې وغوښتل چې درس ووایي او تحصیل وکړي، ځکه افغانستان د نننیو ماشومانو راتلونکي پورې تړاو لري. هغه همدارنګه زیاته کړه، د هېواد د دارالایتامونو وضعیت به ښه شي او په راتلونکي کې باید د کانکور اول نومره ګان له دې بنسټونو څخه ټولنې ته وړاندې شي. د یادو مراسمو په پای کې هر یتیم ته عیدي هم ورکړل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته