کابل باختر- د تلې د مياشتې ٢٠ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو، عالمانو، د ولایتي شورا له استازو، متنفذینو او ځوانانو سره وکتل .
دجمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د کندز د ولسي شورا رئیس انجینر محمد دین همدرد، د کندز د ولایتي شورا غړې کریمه صادقي، څارنوال مقتدر فروزانفر او حمیدالله هوتک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
دغو استازو د کندز ولایت د وروستیو ناامنیو، خلکو ته د اوښتو زیانونو او د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، د کندز ولایت د مسوولینو په برخه کې دې د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق شي او هغوی چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې بې غوري کړې، قانوني چلند دې ورسره وشي.
هغوی زیاته کړه، په کندز کې د دغه شان پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره دې اهل کسان په دندو وګومارل شي او عادي حالت ته د وضعیت د ګرځولو لپاره دې جدي اقدامات وشي. هغوی له حزب اسلامي سره د سولې دخبرو په بریالیتوب کې د جمهور رئیس هڅې او پاملرنه وستایله او له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ.
ورپسې جمهور رئیس له هغوی څخه له دې امله مننه وکړه، چې د کندز د خلکو ستونزې یې په وضاحت ورسره شریکې کړې او همدارنګه یې په کندز کې د وروستیو جنګونو د شهیدانو په حق کې دعا وکړه او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه.
جمهور رئیس غني وویل، د حکومت د رهبري لومړۍ درجه پاملرنه کندز ولایت ته ده او امنیتي او دفاعي ځواکونه کوښښ کوي چې په دقت او ملکي وګړو ته له هر ډول زیان اوښتلو پرته د کندز ښار او اړوندې سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې کړي، په همدې موخه تازه دمي ځواکونه کندز ته استول شوي دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، لومړی باید جهت او وضعیت ته بدلون ورکړو، بیا د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق کړو. هغه زیاته کړه، ثبات په بې ثباتۍ نه، بلکې په اصلاحاتو راځي، په ملکي او نظامي برخو کې پراخه اصلاحات راوړو او د بنیادي اصلاحاتو په برخه کې د ولس ملاتړ حتمي دی، ځکه جنګ او سوله له اصلاحاتو پرته نشو ګټلی.
جمهور رئیس وویل،په کندز کې امنیت، مسوولیت او مشارکت غواړم او د کندز غږ ملي غږ دی او دا غږ ټول ملت ته ورسوئ. هغه زیاته کړه، دښمن غواړي چې په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې له افغانستان سره په نظامي او ملکي برخو کې د نړیوالو شوې ژمنې او مرستې تر پوښتنې لاندې راولي.
محمد اشرف غني د کندزد ولایتي شورا له غړو څخه وغوښتل چې په کندز کې د کوچنيو او منځنیو پروژو د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي. هغه څرګنده کړه، په کندز ولایت کې د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره حداقل ۹۰ میلیون ډالر موجود دي، مګر د معقول او موثر مصرف په برخه کې یې د کندز د ولسونو او مدني بنسټونو همکاري حتمي ده.
جمهور رئیس وویل، کندز کوچنی افغانستان او د ملي یووالي نمونه ده. هغه په ټینګار وویل، په کندز کې د ستونزو داخلي عوامل باید تشخیص او د ولس په همکاري له منځه یووړل شي. هغه له یادو مشرانو وغوښتل چې د کندز په اړه واضح، کندز شموله او معقوله طرحې او وړاندیزونه په لیکلي شکل جمهوري ریاست سره شریک کړي.
جمهور رئیس غني وویل، اعظمي کوښښ مو د کندز ثبات او د امنیت تامین دی. د کندز د خلکو ستونزې درک کوو او د دغه ولایت بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه ۷۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي چې دا لړۍ به ادامه ولري.#
0 2 دقیقې لوستل