اقتصاد

جمهور رئیس غني: کرنه د افغانستان د ثبات اساس تشکیلوي

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې چې د اقتصاد، کرنې، ښار جوړولواو اوبو او انرژي وزیرانو حضور درلود، د خصوصي شرکتونو د طبقه بندي پالیسي، د لمریزې برېښنا رسولو طرحې او د افغانستان د زعفرانو د پایدار تولید د انکشاف پنځه کلنې ملي طرحې په هکله بحث وشو.
په پیل کې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د شرکتونو د معیاري فعالیت طرحه غونډې ته وړاندې کړه او وې ویل، په تېرو ۱۴ کالو کې شرکتونو په نړیوالو معیارونو فعالیت نه درلود او د شرکتونو د فعالیت لپاره باید واضح معیارونه رامنځته شي.
د هېواد جمهور رئیس په دې هکله وویل، د شرکتونو د فعالیت لپاره باید نړیوال معیارونه وټاکل شي چې د ستنډرډ بین المللي اداره د شرکتونو د فعالیت معیارونه مشخصوي.
جمهور رئیس د شرکتونو د فعالیت د میعاري کولو په هکله په ټینګار وویل، د شرکتونو فعالیت باید وارزول شي چې سټنډرډ بین المللي ادارې سره په همغږي هغوی ته د فعالیت معیاري سند ورکړل شي.
جمهور رئیس غني وویل، باید د شرکتونومقدماتي طبقه بندي وشي او همدارنګه د ظرفیت جوړولو انګېزه ولري، چې د سټنډرډ بین المللي ادارې د معیارونو مطابق عیار شي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د شرکتونو شمېر باید له خصوصي سکتور سره په همغږي مشخص شي او په دې برخه کې قوانینو ته بیا کتنه وشي.
د اوبو او انرژي وزیر په غونډه کې د لمریزې برېښنا رسولو طرحه وړاندې کړه او وې ویل، د دې طرحې په اساس به په کابل، هلمند، کندهار او پروان ولایتونو کې ۱۰ لس زره کورونه او دوکانونه له لمریزې برېښنا څخه ګټه واخلي. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې له یوې مشهورې کمپنۍ سره کار جریان لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، هغه کمپنۍ چې د لمریزې برېښنا په برخه کې کار کوي باید د ورځې په معیارونو برابره وي او معیاري وسایل ولري. هغه زیاته کړه، یاده کمپنۍ باید د دې سیستم د ښه حفظ او مراقبت لپاره واضح طرحه او پلان وړاندې کړي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې دې د چین هېواد له ښو تجربو څخه ګټه واخیستل شي. په غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت او د برېښنا شرکت موظف شول چې په ګډه همغږي په دې برخه کې کار وکړي.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، حکومت د دایمي برېښنا رسولو په برخه کې کار کوي او د اوبو د بندونو له لارې چې د برېښنا د تولید ظرفیت ولري خلکو ته دایمي برېښنا تامینوي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان حکومت  دخپلو اوبو د مهارولو او تنظیم لپاره منظم پلانونه لري. هغه ټینګار وکړ، د برېښنا رسولو په پلان کې باید د هېواد کلیو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د اقتصاد عالي شورا غونډې ته د کرنې وزیر د زعفرانو د پایدار تولید د انکشاف پنځه کلنه ملي طرحه وړاندې کړه. هغه وویل، افغانستان د زعفرانو د کرلو او له هغه څخه د ګټه اخیستنې لپاره مناسب اقلیم او جغرافیه لري. 
د کرنې وزیر زیاته کړه، تر راتلونکو پنځو کالو به د زعفرانو تولید له ۳،۵ ټنو څخه ۴ ټنو ته زیات شي چې په راتلونکي کې یې عاید له ۴،۵ میلیون ډالرو څخه ۲۰۰ میلیون ته زیاتېدلی شي.
په غونډه کې څرګنده شوه، چې د افغانستان د زعفرانو د تقلب د مخنیوي په خاطر باید د هېواد د زعفرانو په تولیدي کڅوړو بارکوډ ولګول شي.
جمهور رئیس غني وویل،  کرنه د افغانستان د ثبات اساس تشکیلوي او د هېواد د کرنې مختلفې برخې باید په هر اړخیزه توګه تعریف شي. هغه زیاته کړه، باید داسې کمېټه ایجاد شي چې د افغانستان د زعفرانو د تولید، پروسس، ترویج او بازار موندنې په هکله په هر اړخیزه توګه کار وکړي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان د زعفرانو د بازارموندنې په خاطر باید واضح تبلیغاتي طرحه تیاره شي. هغه څرګنده کړه، عربي متحده امارات او چین لېواله دي چې د افغانستان زعفرانو ته په هغو هېوادونو کې بازار ایجاد کړي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، دهېواد زعفران کولای شي په نړۍ کې  د افغانستان تصویر بدل کړي. هغه زیاته کړه، د افغانستان د زعفرانو صادرات اوږدمهاله پانګونې ته اړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته