سیاست

جمهور رئیس غني: چین د افغانستان ښه او با اعتباره دوست دی

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د شانګهای د همکاریو د سازمان د سرمشریزې غونډې په څنډه کې د چین د ولسي جمهوریت له جمهور رئیس شي جین پینګ سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې په تاشکند کې ترسره شوه، د افغانستان او چین مشرانو  د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناساباتو د پراختیا، اقتصادي اړیکو او له ترهګري سره د مبارزې په هکله بحث او خبرې وکړي.
جمهور رئیس غني په چین کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه د هغه هېواد جمهور رئیس ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.
جمهور رئیس وویل، افغانستان علاقمند دی چې د اسیا زیربنايي پانګونې بانک غړیتوب ترلاسه کړي او په فعاله توګه یې د زیربناو او سړک جوړولو په برخه کې په نوښتونو کې ونډه واخلي.
جمهور رئیس زیاته کړه، افغانستان دې ته چمتو دی چې له چین سره په اقتصادي، سوداګریزو، د زیربناوو جوړولو، امنیتي، د بشري منابعو د انکشاف او نورو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د چین د ولسي جمهوریت جهمور رئیس شی جین پینګ وویل: چین به د افغانستان ملاتړ وکړي تر څو په سیمه ییزو اړیکو کې لا زیاته برخه ولري او همدارنګه غواړي په اقتصادي، سوداګریزې، انرژۍ، کرنې، زیربناو او د بشري منابعو په برخه کې دوه اړخیزې اړيکې پياوړي شي.
د چین جمهور رئیس وویل، هېواد یې افغانستان ته د یو نیک او ډاډمن ګاونډي په سترګه ګوري او علاقه لري، چې د دواړو هېوادونو د مقاماتو ترمنځ مناسبات او ستراټيژيکې اړیکې پراخې شي.
شي جین پینګ ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید امنیتي او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ لا پسې ژورې کړي.
هغه وویل چین د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ لار د سولې داسې جامع پروسه ده چې ټول اړخونه په کې برخه ولري او مالکیت یې افغانستان سره وي.
شي جین پینګ وویل، چین به له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ په بین المللي هڅو کې د یو فعال په توګه شریک وي. هغه زیاته کړه، چین په افغانستان کې د شانګهای د مناسب رول ملاتړ کوي.
د دغې لیدنې په پای کې جمهور رئیس غني وویل، چین د افغانستان باوري او ښه ملګری دی او موږ د دغه هېواد له دوامداره مرستو، همکاریو او د سولې پروسې د ملاتړ له امله قدردانی کوو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته