کابل باختر دتلي ديرشمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د سمون سیاسي ګروپ له ځینو استازو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د دغه ګروپ استازې ملالۍ شینوارې د دغه ګروپ د کارونو او فعالیتونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، د وروستیو څو لسیزو بدلونونو نسلونه په بېلابېلو زاویو او استقامتونو ووېشل. هغه زیاته کړه، افغانستان د بدلون په پړاو کې دی، ځکه د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره مختلف نسلونه په خپلو کې مسلکي اړیکې لري او ګډ کار کوي.
جمهور رئیس غني وویل، دا زموږ او ځوان نسل ګډ مسوولیت دی، چې څنګه ګډ غږ او مشترک ملي دریځ رامنځته کړو او د نورو په ذهنونو کې د بې ثباته افغانستان تصویر په باثباته افغانستان بدل کړو.
د هېواد جمهوررييس اصلاحاتو ته په اشارې وویل، د هېواد امنیتي حالت ته پام مو تراوسه زیات تمرکز په امنیتي مسایلو وو او د اقتصادي برنامو عملي کولو ته مو زیات وخت ونه موند، خو په راتلوونکو میاشتو کې به ورته اساسي توجه وکړو.
محمداشرف غني وویل، ځوانان باید تل په خپلو کې په تماس کې وي، مشخصې غوښتنې او برنامې ولري. هغه وزګارتیا د ځوانانو او ټولنې عمده ستونزه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د اقتصادي برنامو او پروژو په عملي کولوسره به دغه ستونزه له منځه لاړه شي.