سیاست

جمهور رئیس غني ځوانانو ته په خطاب کې: تاسى ځوانان زموږ وارثان یاست

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ”د ملګرو ملتونو ورته والي “ پروګرام په پای کې د یادې برنامې له ګډون کوونکو سره چې موخه یې د افغانستان دولت جوړښت، برنامو او د بېلابېلو بنسټونو کړنو سره د ځوانانو بلدول دي، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه او د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور په کې درلود، په پیل کې محمد منیر کوشاني، بسم الله تابان، حمیدې نظري، مهري دلبر او خوشحال اصفي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د یادې برنامې پایلې یې د هېواد د ځوانانو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې مثبت وارزولې.
هغوی وویل، د بحثونو په پایله کې یې د یو بل منل او زغمل زده کړل او د رضاکارانه فرهنګ په هکله یې بحث او خبرې وکړې. همدارنګه په دې برنامه کې یې د رهبري، وینا، ارتباطاتو او مباحثې مهارتونه زده کړل.
یادو ځوانانو چې له ټول هېواد څخه یې په دې برنامه کې حضور درلود، د ورته والي برنامې په پیل کې د جمهور رئیس له خبرو څخه مننه وکړه او وې ویل، د جمهور رئیس پیغام هغوی ته امید ورکوونکی وو او هیله ده چې ځوان نسل ته د رهبري د لېږد فرصت برابر شي.
همدارنګه هغوی وویل، د پلرونو د موقف پرځای دې د ځوانانو توانایي ته لومړیتوب ورکړ شي  او ځوانان د نورو په پرتله د هېواد جوړولو او وصل ته زیات ژمن دي. هغوی پر ټولو د قوانینو دبرابر تطبیق غوښتنه وکړه.
خوشحال اصفي د یادې برنامې پرېکړه لیک چې په دوو څپرکو او شلو مادو کې تصویب شوی وو، ولوست.
هغه وویل، په دې پرېکړه لیک کې ځوانان له فساد او نشه یي توکو سره د جدي مبارزې، په ودونو کې د زیاتو لګښتونو د مخنیوي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تنخواګانو د زیاتوالي، ځوانانو ته د کاري زمینې ایجاد، په رسنیو کې د ښوونیزو او روزنیزو برنامو د زیاتوالي، د ترهګري او افراطیت د مخنیوي په برخه کې د عامه ذهنونو په روښانولو کې د عالمانو د زیاتې ونډې، د داخلي تولیداتو زیاتوالي، هغو ځوانانو ته چې له ستریس او خپګان سره مخ دي د مشورې مرکزونو د ایجاد، ځوانانو ته باوري محیط برابرولو، له تعصب او تبعیض سره د مبارزې، د سیمینارونو، ورکشاپونو، کنفرانسونو او ښوونیزو پروګرامونو له لارې د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او د لوړو زده کړو د دولتي او خصوصي موسسو د جذب لوړولو غوښتنې لري.
جمهور رئیس غني د ځوانانو د نظریاتو او غوښتنو له اورېدلو وروسته وویل، خپل کور ته ښه راغلاست، جمهور رئیس ستاسو د ارادې پر بنسټ دلته ژوند کوي او هیله ده ستاسو له منځ څخه داسې څوک وي چې په راتلونکي کې دا مسوولیت په غاړه واخلي.
جمهور رئیس زیاته کړه، تاسو یوه نوې ژبه مطرح کړه چې کلیمې یې د یو بل منل، کوښښ، د مقابل لوري پوهول او د مباحثې او مفاهمې فرهنګ دی او دا ژبه ماته امید راکوي چې د افغانستان راتلونکی ستاسو په لاسونو مصئون دی.
محمد اشرف غني له هغوی څخه وغوښتل چې دا ژبه د فشار له امله پرېنږدئ، تاسو د تفرقې، ښځو ، ځوانانو او معلولینوته د نه درناوي ژبه رد کړه او زما ملاتړ له ځانه سره لرئ.
جمهور رئیس وویل، د نوي بحث فرهنګ ایجاد یو لوی ګام دی او تاسو د امنیتي ځواکونو په څېر چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوئ ، لوی ګام مو واخیست.
جمهور رئیس له ځوانانو څخه وغوښتل چې د فساد او دیکتاتوري مخه ونيسي، ځکه د افغانستان خلک نوره دیکتاتوري نه غواړي. هغه زیاته کړه، تاسو د افغانستان د خلکو غوڅ اکثریت نسل یاست او ستاسو په څېرو کې د دې هېواد روښانه راتلونکی ځلېږي.
جمهور رئیس ژمنه وکړه چې ۶۶۰ زره افغانۍ به شخصاً د ځوانانو صندوق سره مرسته وکړي.
جمهور رئیس غني له هغوی څخه وغوښتل چې بله غونډه  په راتلونکې یوه لسیزه کې د ځوانانو په رول متمرکزه او سلام خانه ماڼۍ کې جوړه کړي.
محمد اشرف غني وویل،زموږ وارثان تاسى ځوانان یاست، حق لرئ چې له ما ځواب وغواړئ او رضاکارانه فرهنګ باید پیاوړی شي.
هغه وویل، انحصار مات اواصول پیاوړي کړئ او د اصلاحاتو په هکله مخکښ شئ او همدارنګه د افهام او تفهیم زمینه ایجاد کړئ.
جمهور رئیس غني وویل، زه په دې خاطر ده چې د افغانستان د تاریخ په بدو ورځو کې مې باور درلود چې دا هېواد په پښو ودرېږي.
جمهور رئیس وویل، افغانستان د اسیا زړه او د دې وچې څلور لاره ده، نو د هغه موقعیت درک کړئ او د ملګرو ملتونوو ورته والي برنامې ته د پامیر نوم انتخاب مهم دی. هغه وویل، د نړۍ بام زموږ دی او د افغانستان ځوان نسل باید د نړۍ پر بام قرار ولري.
محمد اشرف غني وویل، دولت د تجمل ګرایي، ځانښودنې او زورواکۍ وسیله نه ده، بلکې د ټولنې کمزورو خلکو ته د خدمت دنده لري. هغه زیاته کړه، باید د زور، تاوتريخوالي او ګواښ فرهنګ په افغانستان کې پای ومومي.
جمهور رئیس پر ځان د اعتماد لرلو له امله له ځوانانو مننه وکړه وې ویل، ستاسو تجربه ښیي چې هیڅ شی ستاسو مانع نشي کېدلی، ځکه نن تاسو د ځوانانو حرکت بنسټ کېښود.
د دې کتنې په پای کې د ملګرو ملتونو سازمان ورته والي برنامې ګډون کوونکو جمهور رئیس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن ته تقدیرنامې ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته