سیاست

جمهور رئیس غني: په سوداګریزو فعالیتونوکې د سالم رقابت زمینه باید برابره شي

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړی د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي او ځینو سوداګرو د نورو په استازیتوب د هغوی ستونزې او وړاندیزونه طرحه کړل.
جمهور رئیس غني له سوداګرو او پانګه والو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په یو روښانه چوکاټ کې جمهوري ریاست ته وسپاري، تر څو د هغو په رڼا کې لازم تصمیمونه ونیسي.
همدارنګه جمهور رئیس په دې کتنه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په دویم سل ورځني کاري پلان کې د سوداګرو او پانګه والو ستونزو ته مناسبې حل لارې ولټوي.
جمهور رئیس وویل: د حکومت اقتصادي سیاست دا دی چې افغانستان له واردونکي هېواد څخه په صادرونکي هېواد بدل کړي.
جمهور رئیس زیاته کړه: په سوداګریزو فعالیتونوکې د سالم رقابت زمینه باید برابره شي، تر څو په دې برخه کې لازم شفافیت رامنځته شي.
جمهور رئیس د اقتصادي عالي شورا تشکیل ته په اشارې وویل: دا شورا به په راتلو,نکو او,نیوکې د هېواد په مهمو اقتصادي مسایلو بحث وکړي.
ده زیاته کړه: سوداګر او پانګه وال کولی شي په دوره یي توګه د دې شورا غړیتوب ترلاسه کړي.
جمهور رئیس غني وویل: سږکال ژمی مو زیات تمرکز په اقتصادي مسایلو دی چې پانګه والو او په هېواد کې د سوداګري د وضعیت د ښه والي لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل: ټول شرکتونه باید طبقه بندي شي، تر څو په هغوکې کاري ظرفیتونه مشخص شي او همدارنګه د ټولو قراردادونو لپاره باید لازم معیارونه په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس غني د لاجوردو لارې په باب وویل: دا له لویو سوداګریزو لاروڅخه یوه لاره ده چې په سلو کې ۷۰ واردات به له همدې لارې ترسره شي.
جهمور رييس زیاته کړه چې له ګاونډي ایران سره یې هم د امنیتي، سوداګریزو، کډوالو او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په هکله خبرې کړي او دا مذاکرات به د هېواد د اقتصاد په ښه والي ښې اغېزې ولري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته