سیاست

جمهور رئیس غني: په افغانستان کې نښتې داخلي جنګ نه دی

کابل باختر د سلواغې  څليرويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د مونیخ دوه پنځوسم امنیتي کنفرانس ته د وینا پرمهال وویل، د ترهګرۍ تهدید ”د سیاسي تاوتریخوالي پنځمه څپه“ وه چې د سپتمبرله یولسمې پېښې څخه وروسته نړۍ ورسره مخ شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس په دې کنفرانس کې چې د المان هېواد په مونیخ ښار کې جوړ شو او د نړۍ یو شمېرمشرانو او لوړ پوړو مقاماتو په کې ګډون درلود زیاته کړه، له یادې څپې سره د مقابلې لپاره باید له تېرو تجربو څخه په ګټه اخیستنې چټک عمل وشي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د ترهګري خطر سره د مبارزې لپاره نشي کېدای چې یوازې د دې پدیدې په نښو تمرکز وکړو او په لاملونو یې سترګې پټې شي. هغه زیاته کړه، په استخباراتي برخه کې له ګډ چوکاټ پرته له قوې څخه استفاده د تېروتنو د تکرار لامل کېږي.
جمهور رئیس په افغانستان کې د جنګ د ابعادو په هکله وویل، د ځینو د تصور او تعبیر برخلاف په افغانستان کې نښتې داخلي جنګ نه دی، بلکې سیمه ییز او نړیوال جنګ دی او د سیمې د ټولو هېوادونو لکه چین، روسیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان نامطلوب افراد زموږ هېواد ته راځي.
جمهور رئیس د داعش دګواښ په هکله وویل، د مونیخ د تېر کال امنیتي کنفرانس کې یې د نړۍ د هېوادونو رهبرانو ته د داعش د خطر په هکله خبرداری ورکړی وو، خو ځینو دا خبرداری افغانستان ته د نړۍ د پاملرنې ور اړول ګڼلي وو، خو نن ورځ هیڅوک له هغه څخه سترګې نشي پټولی.
جمهور رئیس غني وویل، القاعده نه ده ختمه شوې او پر داعش تمرکز القاعده شبکې ته فرصت ورکړی دی، چې ځان بیا منسجم کړي. موږ باید د القاعده له نوي ګواښ سره مبارزه وکړو. هغه زیاته کړه، د پاکستاني طالبانو تحریک، حقاني شبکه او ټولې ترهګرې شبکې موږ ته ګډ ګواښونه متوجه کړي دي.
محمد اشرف غني جرمي اقتصاد، د انسان قاچاق او نشه یي توکي د ترهګري د بستر او لاملونو په توګه یاد کړل.
د هېواد جمهور رئیس غیر حکومتي شومو عناصرو څخه د ځینو دولتونو ملاتړ ته په اشارې وویل، ځینې دولتونه په خپله د دغو عناصرو په توګه عمل کوي.
جمهور رئیس د امریکا، المان، برتانیې، ایټالیا او ناټو سازمان په ګډون د ۴۰ هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې له افغانستان څخه خپلو ژمنو او ملاتړ ته ادامه ورکړې دى.
هغه د سیمه ییزې همکارۍ په هکله وویل، موږ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو میکانیزمونو له لارې له چین، د مرکزي اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول اذربایجان او ترکمنستان، همدارنګه هند، ایران، روسیې او ترکیې سره پراخه همکارۍ رامنځته کړي، تر څو پر دې بنسټ یوه اجماع رامنځته کړو، چې باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی. 
جمهور رئیس غني د مکې اعلامیې ته په اشارې وویل، د اسلام له نظره دا مهمه ده، چې څوک د اسلامي تاریخ، فرهنګ او تمدن د استازیتوب ادعا لري او څوک کولی شي له هغه ادرسه خبرې وکړي. د اسلام تمدن ډېر عظیم دی او موږ باید خپلو فرهنګي میراثونو ته ور وګرځو او له نورو سره د ګډ کار په خاطر یو جامع بحث ترسره کړو. 
جمهور رئیس وویل، امنیت یوازې د قوې د اعمال له لارې نه تامینېږي، بلکې د حکومتوالۍ د څو بعدي هڅو له لارې کېدلی شي هغو ته لاسرسی ومومو.
جمهور رئیس له داعش سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنو ته په اشارې  وویل، خوښ یم چې د افغانستان نړیوالو شریکانو توافق کړی دی چې داعش هم د القاعده په څېر په نښه کړي. هغه وویل، د داعش راډیو د هېواد په یوه لیرې سیمه کې په نښه او له خپرونو ولوېده او دې ډلې ۱۵۰ تنه له لاسه ورکړي دي.
جمهور رئیس د کډوالو د ستونزې په هکله وویل، د نړیوالو بنسټونو اوسنۍ اقتصادي نسخې د دې معضلې د حل لپاره ګټورې نه وې او د دې معضلې اساسي لاملونه باید تحلیل او له منځه یووړل شي.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان د خلکو توانایي او تاریخي زړورتیا موږ ته دا ډاډ راکوي چې ”د سیاسي تاوتریخوالي پنځمه څپه“ باندې بریالي شو. هغه دولتونو، بنسټونو او نړیوالې مدني ټولنې ته بلنه ورکړه، چې د ترهګري شومې پدیدې سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان ملاتړ وکړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته