سیاست

جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ناټو له ملکي سفیر سره مخه ښه وکړه

کابل باختر  دمرغومي اوومه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ناټو له ملکي سفیر ښاغلي موریتزیوخمز سره چې په افغانستان کې د ماموریت موده يې پای ته رسېدلې ده، د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهور رئیس له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د واک د لېږد پرمهال د ښاغلي موریتزیوخمز له مرستې او همکارۍ څخه مننه وکړه او ده ته یې په راتلوونکې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي موریتزیوخمز د افغانستان راتلوونکې ښه وبلله، وې ویل، دی ډاډمن دی چې افغانستان به د جمهور رئیس غني په مشرۍ لا نور هم پرمختګ وکړي او افغان ولس به  سوکاله شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته