کابلباختر دکب د مياشتې ٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام په افغانستان کې د ناټو ستر ملکي استازي ښاغلي اسمعیل اراماز سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د افغانستان او ناټو تر منځ د همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ او همدارنګه د هېواد جمهور رئیس په افغانستان کې د ښاغلي اراماز د ماموریت مهال له کوښښونوڅخه مننه وکړه.
جمهور رئیس د افغانستان او ناټو سازمان تر منځ د ښو او دوستانه اړیکو په ټینګولو، افغانستان ته د مرستو په جلبولو او د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت په برخو کې د ښاغلي اراماز د قدر وړ خدمتونو د قدردانۍ په خاطر هغه ته د غازي امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.
اسماعیل اراماز چې په افغانستان کې یې د ماموریت موده پای ته رسېدلې د مډال ورکولو له امله د مننې پرمهال وویل، د ښه همکار په توګه به له افغانستان سره پاتې شي.
0 1 دقیقه لوستل