سیاست

جمهور رئیس غني: هیڅوک د امنیتي سکتور په چارو او مقرریو کې د مداخلې حق نه لري

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن  سهار په ارګ کې د ملي توحید له مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د ۲۰۳ تندر قول اردوله قوماندان ډګرجنرال محمدشریف یفتلي سره د جنوب ختیځ زون د امنیتي  وضعیت  په هکله خبرې وکړې.  
دجمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورګړ.
په دې ویډیو کنفرانس کې  د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، میدان وردګو او بامیانود ولایتونو والیانوهم  د خپلو اړوندو ولایتونو د  حکومتوالۍ او امنیتي وضعیت په هکله د هېواد جمهور ريیس ته خپل راپورونه او معلومات وړاندې کړل.
جمهور ريیس د راپورونو او معلوماتو له اورېدو وروسته د سیمه ییزو ارګانونود ادارې عمومي ريیس ته  لارښوونه وکړه، چې په ملکي برخه کې د کدرونو په ټاګنو کې د شفافیت په خاطر دې  معیارونه تطبیق کړي. 
محمداشرف غني وویل، هیڅوک د امنیتي سکتور  په چارو اوټاکنو کې د لاس وهنې حق نه لري. ده زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه به د  هېواد او هېوادوالو د  دفاع  په خاطرپه پوره مېړانه او زړورتیا  د افغانستان د خلکو د دښمنانو ټول بریدونه او پلانونه شنډ کړي.
جمهور ريیس په جنوب ختیځ زون کې د امنیت د تامینولو په برخه کې سیمه ییز پولیس او د دوی  فعالیتونه   ګټور وبلل او والیانو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ملي اردو او ملي پولیسو د لا پیاوړتیا په خاطر دې د جلب او جذب پروسې ته  اساسي پاملرنه وشي .
په دې ویډیو کنفرانس کې د امنیتي سکتور وزیرانو، د ملي امنیت لوی ريیس، د سیمه ییزو ارګانونود ادارې عمومي ريیس، د چارو د ادارې لوی ريیس، په سیاسي چارو کې د جمهور ريیس ځانګړي استازي د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیالانو او ځانګړي نظامي سلاکار هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته