جمهور رئیس غني : نیمروز د افغانستان په وچ بندر بدلېږي

کابل/ باختر/ د کب دمیاشتې ٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نیمروز ولایت ته د خپل سفر په بهير کې پرون مازیګر د دغه ولایت ځوانانو او د مدني ټولنې استازو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې عیدمحمد مصدق د ځوانانو او عتیق الله نورزاد د مدني ټولنې په استازیتوب د نیمروز پوهنتون د انکشاف، د معیاري روغتون د جوړولو، د ولایت په کچه د کتابتون جوړولو، د امنیت د تامین، دولتي ادارو کې د نیمروز د کدرونو د جذب، د شغلونو د ایجاد، د ځوانانو د روږدي کېدو د مخنیوي، د تحصیلي بورسونو د عادلانه وېش، د سولې مشورتي لویه جرګه کې ځوانانو ته د رول ورکولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
همدارنګه هغوی د حکومت د زیربنایي برنامو او پایدارې سولې چې د افغانانو د ملي ارزښتونو د خوندیتوب لامل شي، ملاتړ وکړ.
د هېواد جمهوررئیس د هغوی رغنده لیدلوري څخه په مننې وویل، د ملي فکر لرونکي او پرمختګ غوښتونکي ځوانان مې د هېواد په روښانه راتلونکي لا ډاډه کوي.هغه زیاته کړه، ستاسو لیدلوري او د ټولنې ټول اقشار سولې ته ارزښت ورکوي. واضح ژمنتیا داده چې تاسو به د سولې مشورتي لویه جرګه کې ګډون ولرئ او د تاسو او د ټولو اقشارو لیدلوري ته په تصمیم نیولو کې پام کېږي.
جمهوررئیس غني وویل، خودکفایي ته رسېدل زموږ ټولو ګډه موخه ده او اقتصادي وده باید واضح ترتیب شي او نیمروز د افغانستان په وچ بندر بدلېږي. همدارنګه یې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د نیمروز ولایت بشري منابعو څخه د ګټه اخیستنې د څرنګوالي لپاره واضح طرحه ترتیب کړي.  د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ته یې نیمروز پوهنتون کې د اړتیا وړ پوهنځيو د حوړولو لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د نیمروز والي ته لارښوونه وکړه، چې د مدني ټولنې غړو سره د ولایت په کچه د معیاري کتابتون د جوړولو په اړه پایلې ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، د نیمروز ولایت او د چابهار بندر تګلورې د امنیت د تامین لپاره به د ملي امنیت ځانګړې قطعه تشکیل او توظیف شي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته