کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٢٣ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ولسي جرګې د برخلیک ټاکلو، د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کولو او د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون د کار د پیل په اړوند نن له غرمې مخکې له بېلابېلو اقشارو او بنسټونو سره په ارګ کې جلا جلا غونډې وشوې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو ناستو کې د ښځو، رسنیو، مدني ټولنې، حقوق پوهانو او د یوناما د دفتر استازو حضور درلود. ګډون کوونکو د افغانستان سیاسي وضعیت ته په کتو د افغانستان د اساسي قانون او د ملي ګټو په رڼا کې خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.
جمهور د ګډون کوونکو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل: موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان په نظام کې قانوني تشه رامنځته شي.
جمهور رئیس ژمنه وکړه چې په دې اړوند هر ډول تصمیم به د افغانستان د اساسي قانون او د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې او د ملي اجماع د پرېکړو له مخې ونیسي.
جمهور رئیس له ټولو ګډون کوونکو وغوښتل چې په خپلو کې همدا ډول غونډو ته دوام ورکړي او خپل نظرونه په منسجم ډول له جمهوري ریاست سره شریک کړي.
د ولسي جرګې د برخلیک د ټاکلو په اړوند به له سیاسي او جهادي شخصیتونو، عالمانو او روحانیونو، د ټاکنو خپلواک او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیونونوله غړو او د مشرانو جرګې له اداري پلاوي سره د جمهور رئیس مشورتي غونډې نن له ماسپښین وروسته هم دوام وکړي.#
1 1 دقیقه لوستل