سیاست

جمهور رئیس غني : مشرانو تل د خبرو او مذاکرو له لارې ستونزو ته مناسبې او سوله ییزې حل لارې موندلې دي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٧مه
دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د جنوب ختیځو ولایتونو له قومي مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې ښاغلي داوودشاه نیازي د جمهور رئیس په لارښوونه خوست ولایت ته د تللي پلاوي د کړنو راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، یاد پلاوي په خوست ولایت کې له ولسونو او قومي مشرانو سره په ناستو کې د قومونو او ولسي ستونزې څېړلي او د ځمکو د ستونزو د ارزونې په موخه یې په یادو سیموکې دقیقې ارزونې کړې دي.
نوموړي وویل، خوست ولایت ته د تللي پلاوي استازوپه یاد ولایت کې د ولسونو شته ستونزې تشخیص او طبقه بندي کړي او د هغو د اساسي حل لپاره یې د جمهور رئیس لارښوونه وغوښته.
ورپسې ښاغلي نیازمحمد امیري د جنوب ختیځو ولایتونو د قومي مشرانو او استازو راتلونکی پلان له جمهور رئیس سره شریک کړ. هغه وویل، دغه استازي او مشران غواړي پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګر او میدان وردک ولایتونو ته سفرونه وکړي او هلته د ولسونو شته ستونزې تشخیص او د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.
جمهور رئیس غني د ستونزو او مسایلو په حل کې د مشرانو رول او ارزښت ته په اشارې وویل، مشرانو تل د خبرو او مذاکرو له لارې د وینې د بهېدو مخه نیولې او ستونزو ته یې مناسبې او سوله ییزې حل  لارې موندلې دي.
جمهور رئیس وویل، زموږ خلک نور له شخړو او جګړو ستړي دي او له تاسو مننه چې ولسي ستونزې او مسایل په سوله ییزه توګه د ولس په اجماع حلوئ. هغه زیاته کړه، جرګه، روغه، نرخ او څلی زموږ هغه دودونه دي چې پر عدالت ولاړ دي.
د هېواد جمهور رئیس له دغو مشرانو څخه وغوښتل چې ولایتونو ته د سفرونو او له ولسونو سره د خبرو پرمهال لومړی ستونزې وڅېړي او بیا یې د حل لپاره بدیلې لارې وټاکي او اساسي نتیجې ته د رسېدو لپاره د یادو بدیلونو ښېګڼې او بدګڼې هم واضح کړي.
جمهور رئیس وویل، خوست یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د خلکو او ولسونو په مرسته او همکارۍ جوړ شوی، نو د خوست او یاد ولایت د قومونو یووالی باید وساتل شي. هغه زیاته کړه، په خوست ولایت کې شته ځمکې باید له طبقه بندي وروسته د یو منظم پلان له مخې د تاسیساتو، د خلکو د مشروع ګټه اخیستنې، ځنګلونو،مالدارۍ او څړځایونو لپاره ووېشل شي.
جمهور رئیس غني وویل، د جنوب ختیځو ولایتونو راتلونکی په ځنګلونو او مالدارۍ پورې تړلی او په یادو ولایتونو کې به زرګونه هکتاره ځمکه د ځنګلونو کرلو ته ځانګړې شي. هغه زیاته کړه، د غوښو له پلوه د افغانستان د خودکفایۍ لپاره باید د مالدارۍ ودې او څړځایونو ساتنې ته پام وشي.
محمد اشرف غني له یادو استازو او مشرانو څخه وغوښتل چې د جنوب ختیځو ولایتونو اساسي ستونزې ورته په لیکلي ډول وسپاري او همدارنګه د کوچیانو د مېشتېدنې او مالدارۍ د ودې په اړه خپل وړاندیزونه او طرحې هم له ده سره شریکې کړي.
جمهور رئیس په پای کې یو ځل بیا د دغو مشرانو د هلو ځلو قدرداني وکړه او وې ویل، ما او ولس پر تاسو اعتماد کړی او د ولسي ستونزو د حل دروند مسوولیت مو  در سپارلی، په دې هیله چې په ښه توګه یې ترسره کړئ.#
پاى_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته