کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٧ مه
د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړلو پلاوي د خپلو موندنو راپور نن جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځاى شول، د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړلو په موخه د ګومارل شوي پلاوي رئیس حمیدالله فاروقي د هېواد جمهور رئیس ته د راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل: یو شمېر متخصصینو پنځه نیمې میاشتې په دې راپور کار کړی دی، هیله ده چې دا راپور د فساد د مخنیوي په برخه کې ګټور ثابت شي.
جمهور رئیس غني د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړلو د پلاوي د زحمتونو د قدرداني په ترڅ کې وویل: دا راپور د دې ښکارندوی دی، چې له فساد سره د افغانستان د دولت مبارزه لفظي نه، بلکې عملي ده.
جمهور رئیس زیاته کړه: په دې راپورکې دغه پلاوي د فساد شتون په رېښه یي توګه تحلیل او تثبیت کړی دی او له فساد سره د مبارزې د څرنګوالي په برخه کې یې د متخصصینو وړاندیزونه برابر کړي دي.
جمهور رئیس وویل: دغه راپور به په دقت ولولي او وروسته به د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د ارزونې پلاوي سره لیدنې ولري، ترڅو هغه وړاندیزونه چې دوی دولت ته کړي دي، عملي شي.#
1 1 دقیقه لوستل